کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال محمدعباس ستانکزی وایي، نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه په پراخ نظرۍ، بلکې یوه معتدله شرعي لاره باید غوره شي.
ملا اخترمحمد منصور د ۱۳۹۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د «اسلامي امارت» د مشر په توګه وټاکل شو او د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي کې یې په بلوچستان کې په یوه هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ.
د بهرنيو وزارت سياسي مرستيال نن کابل کې اخترمحمد منصور د شپږم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه پراخ نظرۍ، بلکې پر معتدله شرعي لاره چلېږي.»
هغه دغه راز زیاته کړه چې ميلیونونه هېوادوال وزګار دي او هره ورځ زرګونه کسان بهر ته ځي؛ حکومت دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن