منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ستانکزی: نظام پر یوې معتدلې شرعي لارې چلېږي نه په تنګ نظرۍ او پراخ نظرۍ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال محمدعباس ستانکزی وایي، نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه په پراخ نظرۍ، بلکې یوه معتدله شرعي لاره باید غوره شي.

ملا اخترمحمد منصور د ۱۳۹۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د «اسلامي امارت» د مشر په توګه وټاکل شو او د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي کې یې په بلوچستان کې په یوه هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

د بهرنيو وزارت سياسي مرستيال نن کابل کې اخترمحمد منصور د شپږم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه پراخ نظرۍ، بلکې پر معتدله شرعي لاره چلېږي.»

هغه دغه راز زیاته کړه چې ميلیونونه هېوادوال وزګار دي او هره ورځ زرګونه کسان بهر ته ځي؛ حکومت دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

ستانکزي وويل: «حکومت په اقتصادي برخه کې ډېر کار کړی، خو په کومه کچه چې لازم دی نه یې دی کړی.»

نوموړي وویل، ښځې د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس جوړوي، بايد هغوی ته خپل هغه حقوق ورکړل شي چې اسلام ورکړي.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وویل، نړیوال دې نور خپل تېر ۲۰ کلن فکر د افغانستان په اړه بدل کړي او له افغانانو سره دې همکاري وکړي.

هغه وویل: «کومو هېوادونو چې خپل ولس ته زموږ په اړه پوچ تبلیغات کړي وو، هغه ناسم ثابت شول؛ دوی پر موږ بندیزونه لګولي دي، اوس هم توطئې راته جوړوي.»

هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره دې تعامل وکړي.

‏

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized