سرپل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۹۷ سلنه زده کوونکی د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.
زده کوونکي او ښوونکي هم د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري او وایي، له یوه کتابه په یو وخت کې څو زده کوونکي استفاده کوي.
د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل: «سرپل کې د ښوونځيو ۹۷ سلنه زده کوونکي د درسي کتابونو د کموالي له ننګونې سره مخ دي.»
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې له څو کلونو د کتابونو د کمبود ستونزه ده او دغه کار د زده کوونکو د درسي مهالوېش د نه تطبیق لامل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې ریاست د دغه رياست د اړتياوو له مخې د پوهنې وزارت ته له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې دوه ميليونه ٧٦٥ زره دوه سوه ٨٩ جلده کتابونه وړانديز کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د پوهنې وزارت د ۱۹ ولایتونو لپاره درسي کتابونه تر چاپ لاندې لري او ډېر ژر به د کتابونو د کمبود ستونزه هواره شي.»
د رحماني په وینا، د سرپل په ۲۴۲ ښوونځیو کې ۱۷۱ زره ۹۳۹ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د بلخاب ولسوالۍ یوې زدهکوونکې پژواک خبري اژانس ته وویل: « ډېری زده کوونکي کتابونه نه لري، موږ په ټولګي کې په پنځو کسانو یو کتاب کاروو او دا یوه لویه ستونزه ده چې نه سمه زدهکړه کولای شو او نه هم په سمه توګه کورنۍ دنده ترسره کولای شي.»
هغه د دغه ولایت له مسوولینو وغوښتل چې د کتابونو د کمښت ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
د بلخاب ولسوالۍ یوه ښوونکې مونسه هم وایي، د کتابونو د کمښت له امله تدریس په ښه توګه نه ترسره کيږي.
هغې هم له حکومته وغوښتل چې د ښوونځي زده کوونکو ته کتابونه چمتو کړي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن