کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د پوهنې وزارت په کابل کې د یوې لویې دیني مدرسې پرانیستلو خبر ورکړی او وايي چې تر راتلونو لسو ورځو به په دې مدرسه کې عملي درسونه پیل شي.
د پوهنې وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه مدرسه چې د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند د څرخي پله سیمه کې موقعیت لري، پر یو وخت د ۱۰۰۰ زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.
سرچینه لیکي چې د دې مدرسې پرانیستلو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست شیخ الحدیث نوراله منیر او ځینو نورو حکومتي مسوولینو او دیني عالمانو ګډون کړی و.
د پوهنې وزارت سرپرست په خپله وینا کې د دې مدرسې جوړېدو موخه تشریح کړه او زیاته یې کړه، چې د حکومت له سپارښتنې سره سم به په هر ولایت کې یوه لویه دیني مدرسه جوړه شي.
د خبرپاڼې له قوله چې په دې مدرسه کې د شمولیت آزموینه به راتلونکې چهارشنبې واخیستل شي او د بلې اونۍ په شنبې ورځ به یې درسونه په رسمي ډول پیل شي.
پوهنې وزارت په اعلامیه کې دغه دینۍ مدرسه د هېواد په کچه تر ټولو لویه دیني مدرسه بللې ده.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن