ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د څلوېښت ميله وسلو د قاچاق او ساتنې په تور ۶ کسان نيول شوي

ننګرهار کې د څلوېښت ميله وسلو د قاچاق او ساتنې په تور ۶ کسان نيول شوي

author avatar
30 May 2022 - 21:22
ننګرهار کې د څلوېښت ميله وسلو د قاچاق او ساتنې په تور ۶ کسان نيول شوي
author avatar
30 May 2022 - 21:22

جلال اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست چارواکي وايي، د بېلابېلو عملياتو پرمهال يې ۴۰ ميله وسله او شل عدده بوشکه يي بمونه تر لاسه کړي ، د قاچاق او ناقانونه ساتنې په تور يې ۶ کسان نيول شوي دي.

د چارواکو په خبره دا وسلې پاکستان ته د تورخم له لارې قاچاق کېدلې چې د استخباراتو رياست منسوبينو تر لاسه کړې.

د ننګرهار د استخباراتو رييس ډاکټر بشير د غبرګولي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه رياست د بېلابېلو مديريتونو منسوبينو تېرو درېيو ورځو کې د جلا عملياتو په پايله کې ۴۰ ميله وسلې او ۲۰ عدده بوشکه يي بمونه تر لاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو وسلو کې چې په تړاو يې شپږ کسان نيول شوي، M۱۶ ډوله کلاشنکوفونه، دهشکې، راکټ او پيکاګانې موجود دي چې ورسره مرمۍ او شاجورونه هم موجود وو.

نوموړي وایي: «يو شمېر له دغو په تورخم کې پاکستان ته د قاچاق پرمهال نيول شوي، نورې په غير قانوني توګه د بيت المال وسلې وې خلکو کورونو کې ساتلې چې موږ ونيولې.»

د استخباراتو رييس وايي، له يادو وسلو سره درې عرادې موټرې هم نيول شوي چې موټرونه او وسلې د استخباراتو ډيپوګانو ته وسپارل شوې او تورن کسان به ډېر ژر عدليي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار استخباراتو رياست پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې وه.

Views: 174

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.