ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاجکستان ځواکونو «ګورنو بدخشان» کې پنځه وسله‌وال وژلي

د تاجکستان ځواکونو «ګورنو بدخشان» کې پنځه وسله‌وال وژلي

author avatar
1 Jun 2022 - 00:19
د تاجکستان ځواکونو «ګورنو بدخشان» کې پنځه وسله‌وال وژلي
author avatar
1 Jun 2022 - 00:19

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ګورنو بدخشان په ناارامه سیمه کې یې پنځه نور وسله‌وال وژلي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د غبرګولي په ۱۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دولتي ځواکونو د د ګورنو بدخشان په روشن ولسوالۍ کې پنځه «ترهګر» وژلي او یو مشکوک کس یې د وسله‌والو د مشر په تور نیولی دی.

د کورنيو چارو وزارت دا هم ویلي چې د افغانستان سرحد ته په نږدې پرته یوه سیمه کې یې د دې ډلې اړوندې پټې کړې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د ازادۍ راډیو تاجکي څانګې ته ویلي، وژل شوي کسان، «ترهګر» نه، بلکې سوله‌ییز معترضان وو.

د دوی په وینا، د وژل شویو کسانو شمېر د چارواکو له خوا تر اعلان کړې شمېرې څو څلې زیات دی.

دوی ویلي چې ځیني وژل شوي کسان څو ورځې مخکې د هغوی د خپلوانو له خوا خاورو ته سپارل شوي دي.

Views: 379

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.