اتلانتا (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ۱۸ میلیون خلک خوړو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د دغه پروګرام اجرائیوي رییس ډيويډ باسلي د غبرګولي په لسمه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دوی اوسمهال په افغانستان کې یوازې لس میلیون خلکو ته د خوړو چمتو کولو لپاره بودجه لري.
هغه زیاته کړې چې د پاتې نورو اته میلیون افغانانو لپاره پیسې نه لري.
#Afghanistan: 18 million people urgently need food in June. But we only have $$ for 10 million people. Fuel, food & shipping prices are skyrocketing. We're already taking food from the hungry to feed the starving. @WFP needs $1.2 billion to save lives ASAP. pic.twitter.com/wz0l9iWX6s
— Cindy McCain (@WFPChief) May 31, 2022
نوموړي دا هم لیکلي چې سربېره پر دې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې او د هغو انتقال هم بودجې ته اړتیا لري.
باسلي زیاته کړې چې یاد سازمان په یاد هېواد کې بېوزلو خلکو ته د رسېدو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ضرورت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډ راپور کې ویلي چې اوسمهال د افغانستان نږدې ۲۰ میلیون خلک چې د دغه هېواد شاوخوا نیمايي نفوس جوړوي، له سختې لوږې سره مخ دي.
په دغه راپور کې چې تېره میاشت خپور شوی، راغلي، که څه هم بشري مرستو په ژمي کې د انساني فاجعې مخه ونیوه، خو زیاتوي چې اوس هم په دغه هېواد کې لوږه په بېساري ډول موجوده ده.
دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې د وچکالۍ دوام، د کرونا ویروس اغېزې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي له لوږې او فقر سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې افغانستان د ۲.۵ میلیون ټن غنمو له کمبود سره مخ دی او یوازې د دغه هېواد پنځه سلنه وګړي کولای شي چې کافي خواړه وخوري.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن