جلال اباد (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، مرکز جلال اباد ښار کې يې د وسله والې نښتې پر مهال درېيو غلو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په وينا ياد وسله وال غله يوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو چې امنيتي مسوولين رسېدلي او ورسره یې جګړه پیل کړې وه.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غبرګولي په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې مربوطاتو کې درې تنه وسله وال غله يوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
دی وايي، کله چې امنيتي ځواکونه خبرېږي سيمه ته ورځي خو وسله وال غله مقاومت کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په نښته کې يو وسله وال غل ووژل شو او دوه نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې نيول شوي کسان تر درملنې وروسته قوماندانۍ ته د څېړنو لپاره وړل شوي چې وروسته به عدليې او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 464
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن