کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د بریتانیا د اپوزېسیون یو مشر افغانستان ته د سفر پر مهال، له خپل حکومته د داسې ستراتیژي جوړېدو غوښتنه کړې چې له مخې یې میلیونونه افغانان له لوږې وژغورل شي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې ډیویډ لمي (David Lammy) په افغانستان کې د بشري ناورین ارزونې په موخه کابل ته تللی دی.
ډیویډ لمي د دغه هېواد د اپوزېسیون له لوري د بهرنیو چارو مسوول او لومړی بریتانوی سیاستوال دی چې د نوي سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته افغانستان ته راځي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ډیویډ لمې سره په دغه سفر کې د اپوزېسیون نړیوالې پراختیا متبادل وزیر پریت ګېل (Preet Gill) هم ملګری دی.
ګارډين لیکلي چې ډیویډ لمي افغانستان ته خپل سفر په دغه هېواد کې د بشري بحران موضوع ته د پام اړولو لپاره یوه هڅه بللې؛ چېرې چې د ملګرو ملتو د کډوالو کمېشنرۍ د معلوماتو پر اساس، د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي پر بهرنیو مرستو متکي دي.
په راپور کې راغلي چې لمي به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري اداره کېدونکي د ماشومانو روغتون، د ځوانانو د مرکز، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونسیف)، د ماشومانو د ساتنې پروګرام له مسوولینو او ځینو بېځایه شوو افغانانو سره وګوري.
سرچينې لیکلي چې تېر کال د جګړو له امله په افغانستان کې ۶۹۸ زره کسان بېځایه شوي او له ایران او پاکستانه راستانه شوي نږدې یو میلیون افغان کډوال ثبت شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډیویډ لمي د بریتانیا له حکومته غوښتي څو داسې یو ستراتیژي جوړه کړي چې له مخې یې میلیونونه افغانان له لوږې وژغورل شي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه کابل ته د بریتانیا د اپوزېسیون د پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP