لښکرګاه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند د سنګین ولسوالۍ عامې روغتيا مدیر سیفالدین فېروز وايي، په دې ولسوالۍ کې شته روغتيايي مرکزونه کافي نه دي او د خلکو ستونزې نه شي هوارولای.
ده وویل چې دغه ستونزه يې له عامې روغتيا ریاست سره شریکه کړې او هیله لري چې د حل لپاره يې اقدام وشي.
بل خوا، د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې دوی د ولایت په کچه د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره هڅې پيل کړې او ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.
د سنګین ولسوالۍ خلک هم د روغتيايي مرکزونو له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
د یادې ولسوالۍ د فتیحمحمد کلي اوسېدونکي عصمتالله پژواک اژانس ته وویل چې دوی کافي روغتيايي مرکزونه نه لري او خلک له ستونزو سره مخ دي.
ده وویل: «زموږ په سيمه کې یو کلینیک شته، خو یوازې د زېږنتون او واکسين کارونه پکې ترسره کېږي او نور هېڅ خدمات نه لري.»
هغه زياته کړه چې د سيمې خلک يې خپل ناروغان د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې بست روغتون ته وړي او يا يې له هېواده بهر انتقالوي.
نوموړي وویل، حکومت دې د خلکو ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.
د سنګین د مالمون سيمې اوسېدونکی ملا ښادي هم پژواک ته وویل: «په ولسوالۍ کې شته کلینیکونه د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولای.»
نوموړي هم له حکومته وغوښتل چې د خلکو نفوس ته په پام سره دې ورته کافي روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن