ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوو

بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوو

author avatar
20 Jun 2022 - 00:02
بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوو
author avatar
20 Jun 2022 - 00:02

اتلانتا (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): بریتانیا وايي، د افغانانو په ګډون د هغه چا ملاتړ به ونه کړي چې غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون راولي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر له خوا د غبرګولي په ۲۹مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بریتانیا د افغانانو په ګډون د هر هغه چا ملاتړ نه کوي چې موخه یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتول وي.

نوموړي زیاته کړې، بریتانیا به اجازه ور نه‌کړي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو په برخه کې یې خاوره وکارول شي.

سرچینې ویلي: “هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه هم د نړۍ په ګټه دی او موږ د هر ډول ترهګریزو بریدونو مخالف یو او غندنه یې کوو. “

په قطر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت دغه راز له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو او امنیت په برخو کې د ګډو اندېښنو د حل لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له عملي ښکېلتیا پرته بله لار نشته او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو.

بریتانیا مخامخ کومې ځانګړې ډلې ته اشاره نه ده کړې خو د پخواني حکومت يو شمېر غړي په بريتانيا کې مېشت دي.

د افغانستان سرپرست حکومت د بریتانیا د دغه دریځ هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي، اسلامي امارت د بریتانیا د هغه دریځ هرکلی کوي چي د افغان حکومت د وسله‌وال مخالفت ملاتړ نه کوي او له اسلامي امارت سره تعامل ته ترجیح ورکوي.

هغه زیاته کړې، د دغه حقیقت درک کول د قدر وړ دي؛ په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل د سيمې او نړۍ په ګټه دی.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.