[restrict paid="true"]
مهترلام (پژواک، د چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۱): د لغمان ځايي چارواکي وايي، په قرغیو ولسوالۍ کې دوه کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د قرغیو ولسوال مولوي نورالهادي صارم سعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان پرون د يادې ولسوالۍ په مشلهکمره سيمه کې له ۲۰۱ کیلوګرامه چرسو سره نیول شوي.
ده وویل، یاد نشهيي توکي په سوزکي موټر کې له کابله ننګرهار ته لېږدول کېدل چې د امنیتي ځواکونو له خوا ترلاسه شول.
نوموړي زياته کړه چې نیول شوي کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
د یادونې ده، د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۷مه هم په ياده ولسوالۍ کې ۷ کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي وو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP