ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګاني د رسنیو مرکز مشر او احمدي د ریاست‌الوزرا مرستیال ویاند وګومارل شول

سمنګاني د رسنیو مرکز مشر او احمدي د ریاست‌الوزرا مرستیال ویاند وګومارل شول

author avatar
23 Jun 2022 - 14:27
سمنګاني د رسنیو مرکز مشر او احمدي د ریاست‌الوزرا مرستیال ویاند وګومارل شول
author avatar
23 Jun 2022 - 14:27

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): انعام‌الله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر او قاري یوسف احمدي د ریاست‌الوزرا مرستیال ویاند په توګه وګومارل شول.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي ريیس ملا عبدالواسع مفتي، انعام‌الله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رییس او ملا رازمحمد (قاري یوسف احمدي) د ریاست‌الوزرا د ویاند مرستیال په توګه معرفي کړل.

د یادونې ده، له دې مخکې انعام‌الله سمنګاني د حکومت مرستیال ویاند او قاري یوسف احمدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر په توګه دندې ترسره کولې.

د ریاست‌الوزرا د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مولوي احمدالله متقي د یادو کسانو د معرفي کولو په غونډه کې ویلي چې په حقيقت کې د حکومت لپاره خدمت کول خلکو ته خدمت کول دي.

ده هیله څرګند کړې چې نوي ګومارل شوي کسان به د لوړو اهدافو د تحقق په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.