ژبه

کابل کې د اوړو او غوړیو بیې ټيټې شوې دي

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې بیه لوړه شوې، خو د قزاقي اوړو او مالیزیایي غوړیو بیې ټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۲۷۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېتره مالیزيایي غوړیو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د سرچینې په وینا، د اوړو او غوړیو د وارداتو زیاتوالی، د کابل ښار په بازارونو کې د دغو توکو د بیو راټيټېدو لامل شوی دی.

خو نوموړی وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله  ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره له ۳۳۰۰ څخه ۳۵۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره چې له دې مخکې بوره هم له پاکستانه او هم له هنده واردېده، خو اوس یوازې له هنده راځي او بیه هم له همدې امله لوړه تللې ده.

هغه زیاته کړه، د شنبې په څېر، د ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقايي چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزيايي چای ۲۵۰ افغانۍ دي.

د یو شمېر توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره په ځینو مورادو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر تفاوت لري.

د کابل ښار په «دهن باغ» سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي­زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۲۹۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دي.

د نفتي توکو بیو بدلون نه دی کړی.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېري شنبې په څېر، د یو لېتر پټرولو بیه ۸۸ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۱۰۵ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په کلوله­پشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرې شنبې په څېر د یو کیلو ګاز بیه ۶۶ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیه هم له بدلون پرته پر ځای پاتې ده.

د کابل ښار د «مریم لېسې» بازار یو طلاپلورونکي محمدجاوېد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه ۴۴۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۳۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د شهزاده سرای د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د اخیستو ارزښت ۸۸ افغانۍ دی او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۳۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د غبرګولي په ۲۸مه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو ارزښت ۸۹ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۳۰ افغانۍ تبادله کېدې.

ورته موضوع