[restrict paid="true"]
پلخمري (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د بغلان د پوهنې او روزنې ریاست مسوولینو په یوه ګډه ناسته کې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په پار د خپلې یوې ورځې معاش د ورکولو پرېکړه وکړه.
د بغلان ولایت د پوهنې او روزنې رییس مولوي محمدنور عزیزي د چنګاښ په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستو کولو په موخه ځانګړه ناسته کې د هر مامور د یوې ورځې معاش پر ورکړه هوکړه وشوه چې د چنګاښ میاشتې له معاش څخه به وګرځول شي.
ده زياته کړه، د ټولو ولسوالیو د مدیرانو او پوهنې ریاست د ټولو څانګو له مسوولینو سره تر مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې د پوهنې ریاست اړوند د ټولو مامورینو چې شمېر یې شاوخوا ۱۲ زره تنه دی، د یوې ورځې معاش زلزله ځپلو کورنیو ته ورکړل شي او ترڅنګ یې د ولسوالیو په لېسو کې هم د مرستو راټولولو صندوقونه کېښودل شي ترڅو د ځایي خلکو له خوا هم مرستې وشي .
د هغه په وينا، د پوهنې ریاست د ټولو کارکوونکو د یوې ورځې معاش چې په میلیونونه افغانۍ کېږي، د پوهنې وزارت په همغږۍ به د یوه ځانګړي اکاونټ له لارې په شفاف ډول زلزله ځپلو کورنیو ته ورسېږي.
ښوونکي هم د پوهنې ریاست له دغې پرېکړې خوښ دي او وایي، هر افغان ته په کار ده چې په دغه غمیزه کې له ځپل شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
ډنډ غوري کې د حاجي میربخش منځنۍ ښوونځي ښوونکی محمدایوب شاکر وايي، هر افغان باید زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کې ګډون وکړي، دی له خپل میاشتني معاش څخه د دوه ورځې معاش ورکولو ته چمتو دی.
نوموړي پژواک ته وویل: «نن مې پلخمري کې د مرستو لپاره لګول شوې خېمه کې خلک ولیدل چې صندوق ته يې پیسې اچولې، ما سره له کرایې یوازې شل افغانۍ زیاتې وې، نورې مې نه لرلې که راسره وای، ټولې مې ورکولې، خو دا چې له معاش څخه به مې د یوې ورځې پیسې زلزله ځپلو ته بېلې شي، د مسوولینو پر دغې پرېکړې خوشاله يم او هېڅ نیوکه پرې نه لرم.»
د عبدالرحمن بن عوف په نوم د ښوونځي مدیر حاجي فضل الرحمن وايي، مسوولینو ته دې خدای د دغسې سمو پرېکړو نور وس هم ورکړي چې له بېوزلو کورنیو سره د مرستو راټولولو لپاره ټول په ګډه لاس په کار شو.
هغه پژواک ته وویل: «زلزله ځپلو کورنیو سره د یوې ورځې معاش د ورکړې پرېکړه سمه ده، له دغې پرېکړې وراخوا باید موږ نورې مرستې هم وکړو ترڅو موږ افغانان په دغسې طبیعي پېښو کې د یو بل د لاسنیوي جوګه شو .»
له بلې خوا د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ نن (شنبه) د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مالي مرستې کمپاین پیل شوی دی.
دغه ریاست له بلخي ولس څخه غوښتي ترڅو دغه کمپاین کې پر ګډون سربېره خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP