Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي.

د راپورونو له مخې، د تېرې چهارشنبې په شپه درنې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۳۵۰۰ نور ټپیان کړل. د دغې زلزلې له امله د شاوخوا ۴۵۰۰ کورونو د بشپړ ړنګېدو او یا زیانمنېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت پر خپلې ټوېټرپاڼې نن لیکلي چې افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د بېړنیو مرستو پر چمتو کولو سربیره، د دغه هېواد حکومت نن د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فدراسیون (IFRC) له لارې د درې میلیون ډالرو تازه مرستې اعلان وکړ.

د سرچینې په وینا، پر یادې مرستې به د ځايي اړتیاوو پر بنسټ زیانمنو ته د روغتیا او طبي پاملرنې سربېره، نورې بشري مرستې هم چمتو شي.

د افغانستان حکومت په یاده زلزله کې د هر مړه شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰زره افغانۍ او هر ټپي ته ۵۰زره افغانۍ منظورې کړې دي.

دغه‌راز، له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په پار تر اوسه ملګرو ملتونو ۱۰ میلیون ډالر، تایوان یو میلیون یورو، اروپایي ټولنې یو میلیون یورو، بریتانیا ۳ میلیون او چین څه باندې ۸.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده؛ د ایران، پاکستان، هند، ازبکستان، سعودي، قطر هېوادونو او د ځینو نورو موسسو بشري مرستې را رسېدلې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشدخان هم له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره تر اوسه تر ۲۰۰زره پونډه راټول کړي او په کور دننه مرستندویو موسسو او عامو خلکو هم مرستې راټولې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.