Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوی اختر رانږدې کېدل؛ ننګرهار کې د څارويو بیې لوړې شوې دي

جلال اباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): ننګرهار کې خلک شکايت کوي چې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارويو بیې لوړې شوې او غواړي چې اړوند ادارې دې يې نرخونه کنټرول کړي.

بلخوا د څارويو سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله د مالونو بازار کمرنګه دی او د خلکو غوښتنو خلاف دوی څاروي په لوړه بيه پېرلي چې اوس ورته ګټه نه کوي.

د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د څارويو پلورځای (ګنج) ته سږ کال ګڼ شمېر څاروي راوړل شوي دي.

رحمت‌الله چې د قربانۍ لپاره د څاروي پېرلو په موخه ګنج ته راغلی، له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د څارويو بیې يو څه لوړې دي.

دی وايي، تېر کال يې يو پسه په ۱۰زره افغانۍ اخيستی و خو سږ کال يې په هماغه اندازه پسه په ١٢ زره هم پيدا نه کړ.

د جلال باد ښار يوه بل اوسېدونکي فريدالله ساحل هم پژواک ته وويل چې سږ کال د تېر په پرتله د څارويو نرخونه لوړ شوي دي.

هغه وايي چې تېر کال د کوچنيو او لويو څارويو نرخونه د سږ کال په پرتله درې څلور زره افغانۍ کم وو.

خو بلخوا د څارويو سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله د څارويو نرخونه ټيټ شوي دي.

سيدمحمد چې له چپرهار ولسوالۍ يې ګنج د پلور په موخه څاروي راوستلي، پژواک ته وويل چې په ګنج کې موجود نرخونه يې هغه پیسې هم نه ورته جوړوي چې ده خپله پېرلي دي.

نوموړي وويل، پسونه يې په چپرهار ولسوالۍ کې هر يو تر لس زره افغانۍ پورته اخيستی خو دلته يې اخري نرخ تر نهه زره افغانۍ دی چې د ګټې پر ځای تاوان ورته کوي.

د ننګرهار د څارويو منډوي يو سوداګر ذبيح الله هوتک هم وايي، له يوې خوا د خلکو د بې روزګارۍ او فقر زياتوالی او له بلې خوا پاکستان ته د څارويو پر لېږد بنديز هغه لاملونه دي چې د نوموړي په خبره، د څارويو نرخونه ورسره ټيټ شوي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، هڅه کوي چې د څارويو له ګنجه په بېلابېلو وختونو کې د نظارت په ترسره کولو سره د څارويو نرخونه کنټرول کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد پژواک ته وويل: «د څارويو نرخونه دومره لوړ شوي نه دي، د خلکو اقتصاد خراب دی، موږ وخت ناوخت د څارويو له منډوي څارنه کوو، د ولسواليو او مرکزي منډوي ترمنځ د نرخونو فرق يوازې د لارې د مصرف دی؛ هغه مصرف د ولسواليو له نرخ سره يوځای کوي او دلته يې نرخ ټاکي، خو که بیا هم موږ څوک پر سرغړونه ونيو، قانوني چلند ورسره کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ختيځو ولايتونو کې د واورې  ورښت له امله سلګونه څاروي له منځته تللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.