Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او پاکستاني لورو د سپین بولدک- چمن لارې د ستونزو د حل په موخه ناسته کړې

افغان او پاکستاني لورو د سپین بولدک- چمن لارې د ستونزو د حل په موخه ناسته کړې

author avatar
29 Jun 2022 - 18:29
افغان او پاکستاني لورو د سپین بولدک- چمن لارې د ستونزو د حل په موخه ناسته کړې
author avatar
29 Jun 2022 - 18:29

[restrict paid="true"]

کندهار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): افغان او پاکستاني لورو د سپین بولدک- چمن لارې د تګ راتګ او سوداګرۍ په وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته کړې او یو لړ پرېکړې یې کړې دي.

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مرستیال حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ګډه ناسته پرون ناوخته په سپین بولدک ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې له افغان لوري د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، د استخباراتو رییس مولوی عبدالرشید منیب، امنیه قوماندان مولوي رحیم الله محمود، د بهرنیو چارو رییس مولوي عبدالشکور حقاني، د ۲۰۵ البدر قول اردو د ارکان رییس ملا باري ګل اخند، د سپین بولدک کمېسار مولوی عصمت الله یعقوب، د ګمرک رییس مولوي محمدحامد احمد، د سوداګرۍ خونې رییس حاجي محمدصدیق مومند او د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محب الله ګرمسېري ګډون کړی و.

دی وايي، له پاکستاني لوري د بلوچستان ایالت کور کمانډر چوهدري سرفراز علي او نورو چارواکو سلمان خان، برګېډر کاشف خان، اسد، کرنل ارتضا، عمیر او د چمن ښار ډي سي جمعه داد مندوخېل په دې ناسته کې ګډون کړی و.

د ده په خبره، دواړو لورو د سپین بولدک- چمن پر لار د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې، پر ستونزو اوږدې خبرې وکړې او په پایله کې یې پر دغه لار د اسانتیاوو برابرولو په موخه یو لړ پرېکړې وکړې.

زید وویل، د شوو پرېکړو له مخې به پاکستاني لوری پر «معزل ګلۍ»- چې پر ډیورنډ فرضي کرښه یوه فرعي لار ده- هره ورځ د سپين بولدک د کمېسارۍ په پارچه، ۱۰۰ کسانو ته پاکستان ته د تګ اجازه ورکوي.

دی زیاتوي، دغه راز پرېکړه وشوه چې د سپین بولدک کمېسارۍ ډاکټران به هره ورځ ۵۰ ناروغان هم پاکستاني لوري ته معرفي کوي او هغوی به دغه هېواد ته د تلو اجازه ورکوي.

د ده په خبره، د دې تر څنګ دواړه لوري د سپین بولدک- چمن پر لار د ښځو د تګ راتګ لپاره د ځانګړې لارې پر جوړولو هم سلا شول چې لار به د افغان لوري له خوا ورپه ګوته کېږي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د «اسلامي امارت» پلاوي له پاکستاني پلاوي سره ژمنه وکړه څو دغه هېواد ته د لوی اختر لپاره له ۳۰ تر ۴۰ زره پسونو اړولو اجازه ورکړي.

زید وویل چې د ناستې په پای کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې هره ورځ له غرمې وروسته به د لارې د ستونزو د څېړلو او حل په موخه ګډه ناسته کوي.

افغان او پاکستاني لوری داسې مهال د سپین بولدک- چمن پر لار د ستونزو د حل په موخه ناسته کوي چې په دې وروستیو کې په دې اړه شکایتونه ډېر شوي وو.

پر دغه لار تګ راتګ کوونکي وايي، پاکستاني لوری وخت په وخت افغانانو ته ستونزې جوړوي او په ورځو ورځو اجازه نه ورکوي چې ها غاړې ته واوړي.

سوداګر هم پر دغه لار له ځنډ او نورو ستونزو شکایت کوي او وايي، د مالونو د ځنډ له امله تل له درنو زیانونو سره مخ کېږي.

دوی وایي، پاکستاني لوري هر وخت د ستونزو د حل ژمنې کړې خو کله یې هم عمل نه دی ورباندې کړی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.