مزارشریف (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وايي، د وسلهوالو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې چې د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې یې فعالیت درلوده.
د بلخ امنیې قوماندانۍ له لوري د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شپږ کسیزه ډله د یاد ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوې ده.
خبر پاڼه زیاتوي، یادو کسانو د مزارشریف په بېلابېلو برخو کې د وسلو په زور خلک ځورول، پېسې او نور وسايل يې ترې ترلاسه کول.
خبرپاڼه وایي چې يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن