ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوه شپږ کسیزه ډله د وسله‌والو غلاوو په تور نیول شوې

بلخ کې یوه شپږ کسیزه ډله د وسله‌والو غلاوو په تور نیول شوې

author avatar
30 Jun 2022 - 12:03
بلخ کې یوه شپږ کسیزه ډله د وسله‌والو غلاوو په تور نیول شوې
author avatar
30 Jun 2022 - 12:03

مزارشریف (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وايي، د وسله‌والو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې چې د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې یې فعالیت درلوده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ له لوري د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شپږ کسیزه ډله د یاد ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوې ده.

خبر پاڼه زیاتوي، یادو کسانو د مزارشریف په بېلابېلو برخو کې د وسلو په زور خلک ځورول، پېسې او نور وسايل يې ترې ترلاسه کول.

خبرپاڼه وایي چې يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.