[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): په کندهار کې د نارنج تاریخي ماڼۍ په حریم کې د مدرسې جوړول، د فرهنګیانو او عامو خلکو غوسه پارولې او دا چاره یې د څه باندې ۲ زره کاله مخینې لرونکې دې تاریخي ماڼۍ د له منځه وړلو په معنا ګڼلې ده.
خو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا اندېښنې بېځایه ګڼي او وايي، هیچا ته د نارنج ماڼۍ په احاطه کې د ودانیزو چارو اجازه نه ورکوي.
نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ۲۳۴۰ کاله وړاندې د مقدوني اسکندر د امپراتورۍ پر مهال ودانه شوې ده چې هغه مهال پوځي اډه وه.
له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د همدې ماڼۍ داسې عکسونه لاس په لاس کېږي چې په حریم کې یې د یوې مدرسې جوړولو چارې روانې دي.
دغه کار د هېواد او په ځانګړې توګه د کندهار فرهنګیان او عام خلک سخت اندېښمن کړي او د ېادې تاریخي ماڼۍ په حریم کې یې د ودانیزو چارو درولو غوښتنه کړې ده.
په دې لړ کې، د هېواد مشهور لیکوال او شاعر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله فېسبوکپاڼه کې د «اسلامي امارت» مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي چې خبر شوی د کندهار د نارنج تاریخي ماڼۍ او یا یې کومه برخه نړول کېږي او پر ځای یې مدرسه جوړېږي.
هغه زیاته کړې: «درنو مشرانو! زه یقین لرم چې تاسې به د دې تاریخي ماڼۍ په کلتوري او تاریخي اهمیت پوهېږئ، دا یوه عادي تاریخي آبده نه بلکې د افغانستان د ناموس او آزادۍ د دفاع ستر سنګر دی، دې تاریخي ماڼۍ یو وخت له افتخاره د ډک مورچل حیثیت درلود، د مغولو، صفویانو او د نادرشاه افشار په څېر فاتحانو او یرغلګرو په مقابل کې زموږ د درنو او ویاړلو ولسونو د ناموس څخه د دفاع مورچل و.»
نوموړی کاږي، نارنج ماڼۍ یوه تاریخي آبده ده، یوه عادي کنډواله نه ده چې څوک یې په بلډوزرانو ونړوي او پر ځای یې مدرسه یا شخصي بنګله ودروي، په کار وه په دې آبده کې مو علمي او تاریخي پلټنې کړې وای او د دې ماڼۍ هغه اهمیت مو چې ښايي تر اوسه به لا نه و څرګند شوی، خپلو ولسونو او بهرنیانو ته ښودلی وای.
جهاني لیکلي دي: «درنو مشرانو! تاسې د ودانیو، مدرسو او جوماتونو د جوړولو لپاره د کندهار په هره برخه کې شاړې ځمکې لرئ، هره ودانۍ چې په نظر کې لرئ، هلته یې جوړه کړئ، د وطن له تاریخي افتخاراتو سره ټوکې مه کوئ، ستاسې دا کارنامې راتلونکو نسلونو ته پاتېږي، پرېږدئ چې اقدامات او کارنامې مو د راتلونکو نسلونو لپاره پند شي نه دا چې خدای مه کړه د عبرت سبب وګرځي.»
دغهراز، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مخکني مرستیال هارون حکیمي هم په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د دې ماڼۍ له منځه وړل یې تاریخي جنایت بللی دی.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: «پر ټولنیزو رسنیو خپاره انځورونه ښيي چې د څه باندې درویشتو پېړیو دا لرغونې سیمه ویجاړېږي، دا د افغانستان د اوږده تاریخ او هویت لپاره یوه له تر ټولو مهمو سیمو څخه ده، د سکندر له خوا اباده شوې بیا د اتلسمي پېړۍ تر څلورمې لسیزې زموږ د تاریخ ګڼ شواهد یې په وجود کې نغښتي دي، هیلهمن یم چې نړیوال بنسټونه او ځايي وګړي د دغه تاریخي جنایت مخه ونیسي.»
د کندهار یو فرهنګپال حاجي محمدظاهر څرک هم وایي، تاریخي ابدات باید په هیڅ صورت له منځه ولاړ نه شي، بلکې ساتنه یې باید وشي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، نارنج ماڼۍ د هوتکیانو تر مهاله جوړه وه او د دې دورې وروستي پاچا شاهحسین هوتک هم کاروله، شاعرانو ادیبانو مشاعرې او د کره کتنې غونډې پکې کولې او دغهراز ارواښاد پوهاند حبیبي پټه خزانه هم د همدغه مهال زېږنده ګڼي.
هغه په دې اړه وایي: «د دې پر ځای چې دغه ماڼۍ تخریب شي یا یې په احاطه کې ودانۍ جوړې شي، باید احاطه یې نوره هم پراخه شي او دلته باید د سیلانیانو د ورتګ زمینه برابره شي، دا زموږ تاریخ دی او موږ په همدې پېژندل کېږو نو موږ باید خپل تاریخ خپله له منځه یو نه سو.»
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ پخواني امر عزیز احمد عزیز پژواک ته وویل: «نارنج ماڼۍ زموږ د تاریخ یوه بډایه نمونه ده، که دولت یې تخریبوي، ملت یې باید مخه ونیسي او که خلک یې تخریبوي، دولت یې باید مخه ونیسي؛ د تاریخي ابداتو د قانون له مخې باید د یوې تاریخي ابدې له دېوال څخه هره ودانۍ ۵۰ متره لرې وي.»
هغه زیاته کړه، په تېر حکومت کې هم د دغې تاریخي ماڼۍ په احاطه کې د غصب مخه نه وه نیول شوې، ځکه هغه وخت فساد حاکم و، چارواکو نه د غصب او نه هم د ناقانونه کېندونو مخنیوی کاوه.
نوموړي وویل، د خپلې دندې پر مهال یې ډېره هڅه وکړه چې د نارنج ماڼۍ په حریم کې د ځمکو د لاندې کولو او ودانیو جوړولو مخه ونیسي او جوړې شوې ودانۍ بل ځای ته ولېږدول شي، خو دنده یې له لاسه ورکړه.
د هغه په خبره، د مدرسې اوسنۍ ودانۍ د دغې تاریخي ماڼۍ په حریم کې جوړه شوې چې د طالبانو په پخواني نظام کې جهادي مدرسه وه او اوس د دغې مدرسې ودانۍ ته پراختیا ورکول کېږي.
نارنج ماڼۍ ته د ور څېرمه سیمو اوسېدونکي هم وایي، د دغې ودانۍ په احاطه کې ځیني کسان کرنه کوي او کورونه یې جوړ کړي دي، خو څوک یې مخه نه نیسي.
د کندهار د زاړه ښار اوسېدونکی ګل احمد وایي، د مدرسې ودانۍ د نارنج ماڼۍ په ۲۰ مترۍ کې له پخوا ودانه وه چې اوس نوې ودانۍ ورته جوړېږي.
هغه زیاته کړه: «دلته خو مدرسه پخوا هم وه، اوس یې نوي کارونه په کې شروع کړي دي، دغه نوي ځایونه یې چې جوړېږي دا هم د ماڼۍ په بغل کې دي او دا مدرسه د ماڼۍ او ملا دادالله د قبر ترمنځ جوړه شوې ده.»
خو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعید هغه اوازې ردوي چې ګواکې نارنج ماڼۍ له منځه وړل کېږي او مدرسه پکې جوړېږي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، نارنج ماڼۍ ته نږدې د هغې مدرسې دېوالونه ترمیمېږي چې ۲۵ کاله مخکې دلته جوړه شوې ده.
د هغه په خبره، دا چې د مدرسې د نوي دېوال مسیر د نارنج ماڼۍ پر لور و، نو د دغه کار د مخینوي لپاره یې وزارت او ولایت مقام ته خبر ورکړی دی.
نوموړی وايي، هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ماڼۍ په احاطه کې ودانۍ جوړه کړي.
سعید زیاته کړه: «په دې اړه موږ اقدام کړی دی، د اندېښنې خبره نشته، د هر هغه چا مخه به نیسو چې د نارنج ماڼۍ په احاطه کې ودانۍ جوړوي، بلکې موږ نارنج ماڼۍ ساتو او په راتلونکې کې په کې د کیندنو پلان لرو.»
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د نارنج ماڼۍ په ګډون هیڅ تاریخي ابده نه ویجاړېږي بلکې دوی به یې ساتنې ته لا ډېر پام کوي.
نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ۲۳۴۰ کاله وړاندې د مقدوني اسکندر د امپراتورۍ پر مهال ودانه شوې ده چې هغه مهال پوځي اډه وه.
د تاریخ په حواله، هغه وخت چې مقدوني سکندر له يونانه راغی په ټول هېواد کې يې دوولس دا ډول ماڼۍ جوړې کړې چې د (سکندريه ماڼيو) په نوم يادېدلې، نورې يوولس دا ډول تاريخي ماڼۍ په بشپړه توګه له منځه تللې دي، خو يوازې (نارنج) ماڼۍ پاتې ده.
نارنج ماڼۍ د هېواد تېرو ناخوالو ورانه کړې او دا مهال يې يوازې د خاورو يوه غونډۍ تر سترګو کېږي.
د ماڼۍ دننه اوس هم خورا تاريخي او با ارزښته اثار تر خاورو لاندي دي چې یوه اندازه یې د جګړې په کلونو کې قاچاق شوي هم دي.
دغه راز، په تېرو لسو کلونو کې د نارنج ماڼۍ ډېرې ځمکې د زورواکانو له لورې غصب شوې، خاوره يې وړل شوې او زيات تاريخي اثار یې په غير فني او ناقانونه ډول ايستل شوي او بهرنيو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.
[/restrict]