[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د هندوستان حکومت وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې یې ۶ ټنه نور درمل کابل ته لېږلي دي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۹مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا له افغانستان سره د هندوستان د روانو بشري مرستو یوه برخه وه.
سرچینې زیاته کړې چې دا درمل په کابل کې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته ورکړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هندوستان تر اوسه له افغانستان سره د ۲۰ ټنو درملو مرسته کړې چې پکې بېړنۍ طبي توکي هم شامل دي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه له افغانستان سره یې د ۳۵زره ټنه غنمو مرسته هم کړې او له زلزلهځپلو سره یې هم د ۲۸ ټنو خوراکي توکو مرستې استولې دي.
[/restrict]
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن