کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره په پکتیکا کې له ۵۰۰ زلزلهځپلو کورنيو سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو توکو مرسته کوي.
د روانې چنګاښ میاشتې په لومړۍ شپه، زلزلې د هېواد ځیني ولایتونه ولړزول، خو ډېر زیانونه یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې واړول. د راپورونو له مخې، د دغې زلزلې له امله ۱۰۰۶ کسان مړه شوي، ۳۰۱۸ ټپیان دي او ۱۷۸۱۶ کورونه تخریب شوي چې پکې يو شمېر ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او جوماتونه هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په همکارۍ په پکتیکا کې له زلزلهځپلو سره مرسته کوي.
د سویډن کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له خوا په یاد ولایت کې ۵۰۰ زیانمنو شوو کورنیو ته د مرستې کڅوړې – چې خوراکي او غېر خوراکي توکي، د حفظالصحې وسایل او نغدي پیسې پکې شاملې دي – برابرې کړې او د وېش لړۍ یې تېره ورځ پیل کړې ده.
سرچینه زیاتوي، د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۲۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مشر ډانیال مداني په دې اړه ويلي: «موږ د بودجې د تامینولو په لټه کې یو، څو د روغتیا، ښوونې، د خوړو خوندیتوب، کرنې او همدارنګه د کلیوالي معیشت او د انفرادي او ټولنیزو زیربناوو د بیارغونې د اړینو خدماتو د ساتلو لپاره حل لارې پیدا کړو.»
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن