[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې له زندانونو ۹۳۵ بندیان ازاد کړي دي.
ذبيحالله مجاهد پر خپل ټويټر ليکلي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان او د سترې محکمې د محترم مقام د هدایت پر اساس، د لوی اختر رارسېدو په مناسبت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال ۹۳۵ بندیان چې نسبتاً سپکې دوسیې یې لرلې، له زندانونو ازاد شول.»
دا په داسې حال کې چي د چنګاښ په ۱۳مه ۱۱۷ زندانیان د لغمان او د همدې مياشتې په ۱۴مه ۳۵۰ کسان د کندهار له زندانه چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، ازاد شوي دي.
[/restrict]
Views: 257
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن