ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ګیرو کې  ۱۸۴ کسان پر کولرا اخته شوي

د غزني په ګیرو کې  ۱۸۴ کسان پر کولرا اخته شوي

غزني (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ): د غزني ولايت په ګیرو ولسوالۍ کې په دوو ورځو کې ۱۸۴ کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه خبره د ياد ولایت د عامې روغتيا ریاست د ساري ناروغيو د کنټرول مسوول ډاکټر محمد‌نسيم ابرار پرون (د چنګاښ ۲۴مه) پژواک خبري اژانس ته وکړه.

ده وویل، یاد کسان په مټاخان کلي کې د يوه کارېز د اوبو – چې خرابې شوې وې – څښلو له امله ناروغان شوي دي.

د نوموړي په وينا چې سیمې ته روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د ناروغانو د کنټرول ترڅنګ، د ياد کارېز د اوبو پاکولو هڅې یې هم پیل کړې دي.

هغه زياته کړه: «له نېکه‌مرغه کوم ځاني زیان نه لرو، خو دغه ۱۸۴ ناروغان مو د ګېرو ولسوالۍ پنې روغتون، یو کس د میري او دوه کسه نور بیا چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه وو د غزني حوزوي روغتون ته لېږلي دي.»

د نوموړي په وینا، پر دغې ناروغۍ اخته کسان ډېری یې مېرمنې، ماشومان او د ډېر عمر لروونکي کسان دي.

د يادونې ده، کولرا يوه حاده ساري او مېکروبي ناروغي ده چې اسهال او کانګې يې تر ټولو مهمې نښې دي او طب‌پوهان وايي چې د يادو نښو په پيدا کېدو سره دې ناروغ په بېړه روغتون ته مراجعه وکړي.

Views: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.