کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان نړۍوال بانک (AIB) وايي، د «یورومني» سازمان له خوا یې په افغانستان کی د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه ترلاسه کړه.
یورومني (Euromoney) یوه مجله ده چې په ۱۹۶۹ کال کې یې کار پیل کړی او په نړۍواله کچه بانکي مسایل او پانګونې تر پوښښ لاندې راولي.
د افغانستان نړۍوال بانک پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د «یورومني» سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه ورکړې ده.
https://www.facebook.com/AfghanistanIntBank/posts/pfbid0RK6wBN9XyWeima7pQhbNzBP2AWQCgLc8pBfifbnkn422oNeoaXUypVSfLmNCGUFxl?__tn__=%2CO*F
سرچینې لیکلي: «دغه لاسته راوړل شوې جایزه د بانکدارۍ په صنعت کې یو له ډېرو نامتو جایزو څخه ده.»
دغه بانک لیکي چې د افغانستان نړۍوال بانک مدیره پلاوی، د څارنې بورډ او د ټولو کارکوونکو له پام وړ زیار ویستلو څخه مننه کوي او دغه لاستهراوړنه د بانک ټولو پېرودونکو او هېوادوالو ته وړاندې کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد بانک دغه جایزه له ۲۰۲۰ کال راهیسې د درېیم ځل لپاره هم ترلاسه کړې ده.
Views: 224
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن