کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د پاکستان په پنجاب ایالت کې د واده د ګډونوالو یوه کښتۍ په سیند کې چپه شوې چې له امله یې ۲۲ کسان مړه او ۲۸ نور نادرکه شوي دي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه پرون د پنجاب ایالت په رحیم یار خان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې د واده ګډونوالو (ورا) بل کلي ته د سیند له لارې په کښتۍ کې روان وو چې ناڅاپه یې کښتۍ چپه شوې ده.
ځایي سرچینو ویلي چې پېښه په کښتۍ کې د زیاتو کسانو د کیناستو له امله رامنځته شوې ده.
د رحیم یار خان ولسوالۍ کمشنر رسنیو ته ویلي، په کښتۍ کې ۹۲ کسان سپاره وو چې تر اوسه د ۲۲ کسانو مړي موندل شوي، ۲۲ نادرکه دي او پاتې نور ژغورل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP