منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل‌حسن حسن پاکستان تورن کړی چې د اسلامي امارت وسله‌والو مخالفینو ته یې پناه ورکړې او د داعش ډلې فعالیتونو ته یې زمینه برابره کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد اوس د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ته اصلي ګواښ دی.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې کړې دي.

حسن ویلي چې اسلامي امارت د منځنۍ اسیا، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي او په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان کورنی امنیت ښه شوی دی.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت امنیتي ادارو په افغانستان کې د داعش ډلې مرکزونه او د دې ډلې مشران په نښه کړي دي او له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت امنیتي ادارو او دفاع وزارت په تېرو پنځو کلونو کې د وسله‌والو ډلو د کنټرول او د پولو د امنیت ټینګښت برخو کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري کړې ده.

په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر ویلي چې په دې موده کې د پولو د امنیت په اړه د تاجکستان، ترکمنستان، ایران او اوزبکستان له چارواکو سره جلا جلا غونډې هم شوې دي.

هغه یو ځل بیا پاکستان تورن کړی چې د اسلامي امارت وسله‌والو مخالفینو ته یې پناه ورکړې او په خپله خاوره کې یې د نشه‌یي توکو قاچاق او د داعش ډلې فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.

حسن همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې برخه کې هم لويې لاسته‌راوړنې لري