Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د کرونا ناروغي: په تېرو پنځو ورځو کې ۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

میدان ښار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغي ډېره شوې او د تېرو پنځو ورځو په جریان کې د کرونا ۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمدزرک ځيرک نن (د زمري ۴مه) پژواک ته وویل: «زموږ په ولایت کې د کرونا پېښې مخ په زياتېدو دي؛ په تېرو پنځو ورځو کې ۱۹۴ سمپلونه اخيستل شوي چې ۶۸ يې مثبت دي.»

ده زياته کړه چې تېره اوونۍ په ياد ولايت کې د ۱۴۲ کسانو ټیسټونه اخیستل شوي چې ۴۰ یې مثبت و او د روانې اوونۍ په پرتله کمې وې.

خو نوموړي زياته کړه چې دوی درې ورځې مخکې د ولایت په کچه د ۳۰ روغتيايي ټيمونو په وسیله ۹۷ زره ۸۰۰ دوزه واکسین د تطبیق لړۍ پيل کړې او واکسين د کرونا په کابو کولو کې ډېر اغېز لري.

د میدان وردګو ولایتي روغتون د سروېلانس مسوول وحيدالله رووفي پژواک ته وویل: «د کرونا ناروغۍ لپاره ځانګړی ۲۵ بستريز مجهز روغتون لرو او هره ورځ د لسګونو شکمنو ناروغانو طبي معاینې په کې ترسره کېږي.»

هغه وویل چې اوسمهال د کرونا اووه بستري ناروغان لري او تر درملنې لاندې دي.

نوموړي زياته کړه چې د ولایت په ټولو BHC روغتيايي مرکزونو کې د کرونا د تشخيص ځانکړي ټیمونه شتون لري او دوی دا ډول ناروغان تشخیصولای شي.

د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د کرونا د لومړۍ څپې له پيله تر اوسه په دغه ولایت کې د کرونا ۵۲۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې او د دې ناروغۍ له امله ۲۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.