تالقان (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د وروستیو ۲۰ کلونو جګړو او نا امنیو له امله له ټولو امکاناتو بې برخې وو، اوس د روغتیايي امکاناتو له نشتونه شکایت کوي.
دوی ادعا کوي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، موسمي ناروغۍ هم اوج ته رسېدلې دي؛ خو کله چې د دغې ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو ته ورځي، له درملو او ناروغۍ ته یې له رسېدنې پرته، د مسوولانو له لوري بېرته رخصتېږي.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی محمدنادر وايي، تر روغتیايي مرکزونو پورې څو کیلومتره لاره وهي، خو د ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې د درملو او امکاناتو پر نشتوالي سخته نیوکه کوي.
نوموړی زیاتوي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، په خلکو کې موسمي ناروغۍ هم خپل اوج ته رسېدلې دي، حکومت باید د ناروغ لرونکو کسانو د ستونزو د هواري په برخه کې پاملرنه وکړي.
د خواجهغار یو بل اوسېدونکی امانالله وايي، د دغې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې د درملو په ګډون نه امکانات شته او نه هم روغتیايي مسوولان ناروغ لرونکو کسانو ته پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه، په سخته ګرمۍ کې ساعتونه ساعتونه په تمه ناست وي څو نوبت ور ورسېږي او ډاکټر ته ورشي؛ خو کله چې معاینه شي، ډاکټران نسخه ورکوي څو له شخصي درملتونونو درمل وپېري چې د اقتصادي ستونزو له امله دا ډېره ورته سخته ده.
په ورته وخت کې، زبیده چې د خواجهغار ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې ډاکټره ده، وايي: «دا چې دغه ولسوالي لرې پرته ده، نو له همدې امله د عامې روغتیا مسوولان موږ ته ډېر امکانات نه برابروي او په دغه روغتیايي مرکز کې د ناروغانو لپاره اړین درمل هم نشته.»
خو د تخاز ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار دغه ادعاوې ردوي او وايي، د موسمي ناروغیو د ډېرېدو لامل دا دی چې کله ناکله د دغه ولایت روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ کېږي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن