Language

کندهار کې سېلابونو ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کندهار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د کندهار چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک، شاولیکوټ، ارغنداب ولسوالیو او ځينو نورو سیمو کې سېلابونو پر مالي زیانونو سربېره ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کندهار د والي د مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، سېلابونو ډېر زیانونه د کندهار په سپين بولدک او ژېړۍ ولسوالیو کې اړولي دي.

د هغه په خبره، په ژېړۍ ولسوالۍ کې تېره شپه د اورښتونو او سېلابونو له امله د یوه کور د چت غورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي - چې ښځې او ماشومان دي - مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دېوال نړېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل، په یادو دوو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي او د ډېری کسانو کورونه هم د اورښت او سېلابونو له امله نړېدلي دي.

زید وویل: «په ژېړۍ او سپين بولدک ولسوالیو کې اتنه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، مالي زیانونه تر حساب تېر دي، په ژېړۍ، بولدک، میوند او معروف کې خلک ډېرو مالي مرستو ته اړتیا لري.»

بلخوا په کندهار کې د باران موسسې مسوول ډاکټر محمد حقبین وویل: «په کندهار ښار کې څلور تنه ټپيان شوي دي، خو روغتیايي وضعیت یې ښه دی او د باران موسسې ټیمونه په کار بوخت دي تر څو ولسوالیو ته هم رسيده‌ګي وکړي.»

په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول‌اردو مطبوعاتي مسوول نظر‌محمد شکیب هم وايي، هغه کسان چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله بند پاتې وو، د هوايي ځواک پر مټ ژغورل شوي چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي.

بلخوا د کندهار بڼوال وایي، وروستیو اورښتونو او سېلابونو د انګورو حاصلاتو ته سخت زیان اړولی او د دوی د ټول کال خواري په اوبو لاهو شوه.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد امیر وایي، ډېر لږ اورښت هم پر انګورو بد اغېز کوي او د تېري شپې باران انګور سخت زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: «باران هغه ټول انګور خراب کړل چې په باغونو کې وو او تر اوسه نه و ټول شوي؛ نو زموږ د ټول کال خواري عبث شوه، له یوې خوا وچکالي وه او له بلې خوا بیا داسې باران وشو چې لوی تاوان یې راته ورساوه.»

بڼوال وایي، د دوی مېوو ته پر وخت بازار نه و موندل شوی نو ځکه د ډېری بڼوالو انګور په باغونو کې پاتې وو چې اوس د اورښتونو له امله خراب شو.