غزني (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې له یوه سراچه ډوله موټر سره د امنیتي ځواکونو د رېنجر موټر د ټکر له امله درې کسان سخت ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د قره باغ اړوند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.
هغه وایي: «نظامي کسانو ته ستونزه نه ده پېښه شوې، یاد ټپي کسان درې واړه ملکیان دي چې حالت یې نازک ښودل شوی، فعلآ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. «
د ده په خبره، د کابل ـ کندهار لویه لار په دې وروستیو کې ډېره خرابه شوې او ډېرې ترافیکې پېښې له همدې امله رامنځته کېږي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکې پېښې رامنځته کېږي چې تر ډېره د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، خراب او تنګ سړکونه او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول د دغو پېښو لاملونه بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP