ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د پستې حاصلات درې برابره ډېر شوي

په سمنګان کې د پستې حاصلات درې برابره ډېر شوي

author avatar
31 Jul 2022 - 17:24
په سمنګان کې د پستې حاصلات درې برابره ډېر شوي
author avatar
31 Jul 2022 - 17:24

ایبک (پژواک، ۹ زمری  ۱۴۰۱): د سمنګان ولایت د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي او له بلې خوا یې بیه هم د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده.

د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو او طبیعي سرچینو مدیر عبدالغفور کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی وروستۍ څېړنې ښيي چې په روان کال کې د دغه ولایت د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.

کریمي زیاته کړه، تېر کال په دغه ولایت کې ۷۰ ټنه پسته راټوله شوې وه، خو روان کال به دغه اندازه ۲۱۰ ټنه ته ورسېږي.

د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو مدیر وویل، له یوې خوا سږ کال د تېر کال په پرتله پستې ښې پخې شوې او له بلې خوا یې ونو زیات حاصل نیولی، په همدې خاطر یې کیفیت ډېر ښه دی او هم  زیات حاصل لري چې په بازار کې یې بیې هم لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي، د پستې یو من مغز چې ۷ کیلوګرامه کېږي، په تېر کال کې په ۷زره افغانۍ پلورل کېده او د سمنګان اوسېدونکو د پستې له درکه ۷۰ میلیون افغانۍ ترلاسه کړې وې.

خو سږ کال چې د پستې د مغز کیفیت ښه دی، یو من یې په ۹۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او پلورونکي به د پستې له درکه ۲۷۶ میلیون افغانۍ ترلاسه کړي.

د کرنې ادارې د مسوولینو په وینا، دغه اندازه پسته د مرکز اړوند د رباتک، قره سای، تایخونک، هزاره مزاري، ګوګرد، د ولایت مرکز اړوند صندوقچه، د خواجه مومن د قد دشت غره، د حضرت سلطان د واق ګنبد او همدارنګه د فیروزنخچیر ولسوالی له ۴۲ زره هکتاره ځنګلونو د خلکو په واسطه راټوله شوې ده.

له بلې خوا، د سمنګان اوسېدونکي د پستې د بیو له لوړېدو خوشحاله دي.

د سمنګان د مرکز ایبک ‎ښار د اقمزار کلي اوسېدونکي شل کلن مجتبی چې ۲۱ کیلوګرامه پسته یې د ۲۷زره ۶۰۰سوه افغانیو په بدل کې پلورلې او د پیسو په حسابولو بوخت وو، پژواک ته وویل: «ما او ورور مې په ګډه ۱۸منه پسته ټوله کړې وه چې له هغې مو ۳منه مغز حاصل ترلاسه کړی و او نن مو یو من په ۹۲۰۰ افغانۍ وپلوره.»

هغه وایي، د وچکالۍ له امله یې د غنمو کروندې وچې شوې او په دې پیسو له منډوي غنم پېري.

په همدې حال کې د وچې مېوې یو شمېر سوداګر د پستې د حاصلاتو پر زیاتېدو خوښي څرګندوي.

د ایبک ښار د وچې مېوې یوه سوداګر حاجي یوسف پژواک ته وویل: «سږ کال د سمنګان د پستې مغز ښه او کیفیت یې لوړ دی، ما له دوو اونیو راهیسې له خلکو ۳ ټنه د پستې مغز وپېره او هره اونۍ یې د کابل په بازار پلورم.»

د هغه په وینا، سږ کال د پستې د مغز بیه په مارکېټونو کې د تېرو کلونو په پرتله لوړ دی؛ له همدې امله نه دی توانېدلی چې ډېره ګټه وکړي.

د وچې مېوې دغه سوداګر زیاته کړه، د سمنګان د پستې مغز د طبیعي والي له امله ښه خوند لري په همدې خاطر نړۍوال شهرت لري او هر کال سل تنه د پستې مغز هند، باکستان او نورو اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.

پسته د سمنګان ولایت له مهمو حاصلاتو څخه ده چې هر کال زرګونه کسان یې له پلورلو ښه عواید ترلاسه کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.