ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي

لوګر کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي

author avatar
6 Aug 2022 - 16:08
لوګر کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي
author avatar
6 Aug 2022 - 16:08

پل علم (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د لوګر اوسېدونکي او مالداران وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي او د لا خپرېدو په حال کې ده.

د یاد ولایت د محمد‌اغې ولسوالۍ یوه مالدار کریم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له لوی اختر وروسته په ډېرو کلو کې په لویو څارویو کې د پوستکي ناروغي لګېدلې چې تر دې مهاله یې لسګونه غواګانې مړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، لومړی پر غواګانو یو ډول دانې خېژي او وروسته ژوند له لاسه ورکوي.

دی د کرنې او مالدارۍ له وزارت څخه غواړي چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

نوموړی وايي: «زموږ په سیمه کې په غواګانو کې د پوستکي ناروغي لګېدلې ده، لومړی دانې ورباندې راپورته کېږي او وروسته تر ۳ ورځو مړې کېږي، دلته د دغې ناروغۍ درمل او واکسین نشته.»

د بره‌کي برک ولسوالۍ یوه مالدار حاجي مصطفی پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ناروغي د لوی اختر د قربانۍ په څارویو کې له پاکستانه رالېږدېدلې چې سلګونه څاروي یې نیولي او په ځینو ولسوالیو کې له امله یې لسګونه څاروي مړه شوي دي.

هغه زیاتوي: «د دغې ناروغۍ نښې دا دي چې لومړی د څاروي پر پوستکي لویې او کوچنۍ دانې راخېژي، لوړه تبه لري، له خولې یې لاړې بهېږي او خوراک نه شي کولای.»

د نوموړي په خبره، تر اوسه خلک د یادې ناروغۍ د درملنې پر لارو چارو نه پوهېږي، دولت ته په کار ده چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

په لوګر کې د څارویو یوه ډاکټر سبحان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د څارویو د پوستکي ناروغي «لمپي سکن» یوه ساري ناروغي ده چې له یوه څاروي بل ته په ډېرې اسانۍ لېږدي.

دی هم وايي چې پر غواګانو د دانو راختل، د هغو حرارت درجې لوړېدل، له سترګو یي د اوښکو بهېدل، له خولې یې د لاړو بهېدل او خوراک نه کول د دغې ناروغۍ نښې دي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ناروغي د دغه ولایت په مرکز پل علم او ځینو ولسوالیو کې خپره شوې چې تر دې مهاله یې یو شمېر څاروي مړه کړي دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د یادې ناروغۍ درمل نه دي موندل شوي، خو د اړوند ریاست له خوا ویترنرانو او مالدارانو ته د پوهاوي ورکولو چاره پیل شوې ده.

نوموړی وايي: «دا ناروغۍ په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې لیدل شوې ده، موږ په مرکز پل علم کې ویترنرانو او مالدارو ته عامه پوهاوی پیل کړی، تر اوسه معلومه نه ده چې څومره څاروي یې وژلي دي، خو په دغې ناروغۍ د اخته څارویو د مړینې کچه ۴۰ سلنه ته لوړه شوې ده.»

د غواګانو د پوستکي ناروغي لومړی په ننګرهار، خوست، پکتیا او اوس په لوګر ولایت کې په لویو څارویو کې لیدل شوې ده.

د څارویو د برخې متخصصین اندېښنه لري چې که د دغې ناروغۍ ضد درمل و نه موندل شي، نو ښايي په ټول هېواد کې خپره شي او ډېر څاروي له منځه یوسي.

Views: 221

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.