Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت له کابل ښاره د سوالګرو ټولولو پروګرام پیلوي

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د یو شمېر نورو ارګانونو په همکارۍ له کابل ښاره د سوالګرو پر ټولولو او د هغوی د ستونزو پر هواري کار پیلوي.

دغه څرګندونې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سکرټر مولوي عبدالله عزام په خپله ټویټرپاڼه کې کړې دي.

هغه لیکلي: «د امیرالمؤمنین شیخ هِبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس به د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخند د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل کولو ژر کار پیل کړي.»

دی زیاتوي، هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، بایومټریک کېږي او په هغو برخو کې به د کار زمینه ورته برابره شي چې وړتیا په کې لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.