کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د یو شمېر نورو ارګانونو په همکارۍ له کابل ښاره د سوالګرو پر ټولولو او د هغوی د ستونزو پر هواري کار پیلوي.
دغه څرګندونې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سکرټر مولوي عبدالله عزام په خپله ټویټرپاڼه کې کړې دي.
هغه لیکلي: «د امیرالمؤمنین شیخ هِبتالله اخندزاده د حکم پر اساس به د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخند د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل کولو ژر کار پیل کړي.»
دی زیاتوي، هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، بایومټریک کېږي او په هغو برخو کې به د کار زمینه ورته برابره شي چې وړتیا په کې لري.
د نوموړي په خبره، د سوالګرو له سرپرستانو به ژمنه اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.
سرچینه وړاندې لیکي، سوالګرو ماشومانو ته به د زدهکړو زمینه برابره شي او هغه سوالګر چې واقعاً غریب دي او کوم کار نه شي کولای، هغوی ته به معاش ټاکل کېږي.
په دې وروستیو کې د کابل ترڅنګ د هېواد په ټولو ولایتونو کې سوالګر ډېر شوي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.
د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیون وګړي فقر او غربت ځپلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








