ژبه

پنجشېر کې هم د غواګانو د پوټکي ناروغۍ «لمپي‌اسکین» دوه پېښې ثبت شوې

پاراخ (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): مسوولین د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ په مرکز کې د «لمپي‌اسکین» - چې د غواګانو یو ډول ویروسي ناروغي ده – د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

د راپورونو له مخې، په پوستکي کې د غوټو پېدا کېدل، د پوټکي زخمونه، په پښو کې درد او پړسوب، تبه، له خولې د ځګونو بهېدل او د خوراک کولو وړتیا نه لرل د دغې ناروغۍ له نښو ګڼل کېږي. دا ناروغي له یوه حیوان څخه بل ته انتقالېږي.

یاده ناروغي لومړی په ننګرهار، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې لېدل شوې او د  سلګونو غواګانو د مړینې لامل شو، خو اوس د دغې ناروغۍ دوې پېښې په پنجشېر کې هم ثبت شوې دي.

د پنجشېر د کرنې رییس حافظ عبدالمجیب مشفق وایي، تېره ورځ د دغې ناروغۍ یوه پېښه په مرکز او بله د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

مشفق وایي، د یادې ناروغۍ له خپرېدو د مخنیوي په موخه یو لړ اقدامات په پام کې نیول شوي او په یادو سیمو کې ـ چې د ناروغۍ پېښې پکې لیدل شوې ـ روغې غواګانې له ناروغو هغو بېلې شوې، د څارویو د اوسېدو ځایونه او د غواګانو بدنونه دواپاشي شوې دي.

خو هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې څاروي واکسین شي. هغه وویل، د دغې ناروغۍ د واکسین ترلاسه کولو لپاره له کرنې وزارت سره اړیکه نیولې ده.

د پنجشېر د رخه اوسېدونکی رحم خدا ـ چې شپږ د شېدو غواګانې لري ـ وایي: «د کرنې ریاست حیواني برخه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، څو زموږ د څارویو له ضایع کېدو مخنیوی وشي، ټول خلک د همدې غواګانو په وسیله ډوډۍ پيدا کوي او په پنجشېر کې ډېر خلک مالداران دي.»