منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:36 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیاغړي

پنجشېر کې هم د غواګانو د پوټکي ناروغۍ «لمپي‌اسکین» دوه پېښې ثبت شوې

· 2 دقیقې لوستل · 200 کتنې

پاراخ (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): مسوولین د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ په مرکز کې د «لمپي‌اسکین» - چې د غواګانو یو ډول ویروسي ناروغي ده – د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

د راپورونو له مخې، په پوستکي کې د غوټو پېدا کېدل، د پوټکي زخمونه، په پښو کې درد او پړسوب، تبه، له خولې د ځګونو بهېدل او د خوراک کولو وړتیا نه لرل د دغې ناروغۍ له نښو ګڼل کېږي. دا ناروغي له یوه حیوان څخه بل ته انتقالېږي.

یاده ناروغي لومړی په ننګرهار، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې لېدل شوې او د  سلګونو غواګانو د مړینې لامل شو، خو اوس د دغې ناروغۍ دوې پېښې په پنجشېر کې هم ثبت شوې دي.

د پنجشېر د کرنې رییس حافظ عبدالمجیب مشفق وایي، تېره ورځ د دغې ناروغۍ یوه پېښه په مرکز او بله د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

مشفق وایي، د یادې ناروغۍ له خپرېدو د مخنیوي په موخه یو لړ اقدامات په پام کې نیول شوي او په یادو سیمو کې ـ چې د ناروغۍ پېښې پکې لیدل شوې ـ روغې غواګانې له ناروغو هغو بېلې شوې، د څارویو د اوسېدو ځایونه او د غواګانو بدنونه دواپاشي شوې دي.

خو هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې څاروي واکسین شي. هغه وویل، د دغې ناروغۍ د واکسین ترلاسه کولو لپاره له کرنې وزارت سره اړیکه نیولې ده.

د پنجشېر د رخه اوسېدونکی رحم خدا ـ چې شپږ د شېدو غواګانې لري ـ وایي: «د کرنې ریاست حیواني برخه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، څو زموږ د څارویو له ضایع کېدو مخنیوی وشي، ټول خلک د همدې غواګانو په وسیله ډوډۍ پيدا کوي او په پنجشېر کې ډېر خلک مالداران دي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ایمل رحیمی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول روغتیا
روغتیا

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

روغتیا

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

روغتیا

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

روغتیا

د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

روغتیا

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

روغتیا

هند له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

روغتیا

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

روغتیا

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه