پلعلم (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په ډزو وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه نامعلومو وسلهوالو د مرکز پلعلم په التمور سیمه یو عام کس او په حصارک سیمه کې یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.
هغه زیاته کړه، په یوه بله پېښه کې چې نن سهار د پلعلم په دهنهرېګ سیمه کې شوې، یوه ۳۰ کلنه مېرمن وژل شوې ده.
دی وایي: «تېر ماښام یو کس په التمور سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی، بل کس په حصارک کلي کې چې موټر چلوونکی دی، په ډزو وژل شوی او نن سهار په دهنه رېګ سیمه کې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې ده، خو قاتل یې نیول شوی دی.»
د ده په خبره، د وژل شوو دوو کسانو د وژل کېدو پېښې تر څېړنې لاندې دي او تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو د وژل شوې مېرمنې قاتل نیول شوی او پلټنې ترې پیل شوې دي.
د پلعلم د التمور سیمې یوه اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې نامعلومو کسانو د خدایدوست په نوم یو کس په ډزو وژلی دی.
هغه زیاته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس چا وژلی خو امنیتي کسان باید د دې پېښو مخنیوی وکړي.
د حصارک سیمې یوه اوسېدونکي بشیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د ابراهیم په نوم یو موټرچلوونکی د خپل کور مخې ته مخ پټو وسلهوالو په ډزو وژلی او وروسته تښتېدلي دي.
هغه زیاته کړه، وژل شوي کس شاوخوا ۴۰ کاله عمر درلود او له چا سره یې دښمني نه لرله.
په دې وروستیو کې د لوګر په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې ډېرې شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن