ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د غزني اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

غزني (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د غزني ګڼ اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو د مکالمې او انټرنیټي خدماتو کیفیت سخت خراب شوی چې د هغوی ورځنۍ چارې، کاروبار او سوداګریز معاملات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د یاد ولایت د مرکز یوه اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په داسې حال کې چې د ورځني ژوند ډېرې چارې په ټیلیفوني اړیکو او انټرنیټ پورې تړلې، خو په دې وروستیو کې په غزني کې د دغو خدماتو کیفیت سخت خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د مخابراتي خدماتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ یو، په کورونو کې شبکې بېخي کار نه کوي، د خلکو مهم کارونه وي خو انټرنیټ ضعیف وي، د وټساپ له هر پیغام سره بامونو ته پورته کېږو څو انټرنیټ کار وکړي.»

هغه له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو خدمات وڅاري او مسوولین یې د باکیفیته خدماتو وړاندې کولو ته وهڅوي.

د غزني ښار بل اوسېدونکی محمد ناشر هم د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته پژواک خبري اژانس ته شکایت وکړ او و یې ویل، کله چې یو څوک غواړي چا ته زنګ ووهي نو اړیکه په وار وار پرې کېږي او کله چې وصل شي نو د اړیکې کیفیت دومره خراب وي چې دواړه لوري د یوه او بل په خبره نه پوهېږي.

دی وايي، د غزني په ډېرو سیمو کې مخابراتي اسانتیاوې نشته، خو په کومو سیمو کې چې شته نه یوازې کیفیت یې خراب دی، بلکې بیې یې هم لوړې دي.

نوموړی پر حکومت نیوکه کوي چې له مخابراتي شبکو لس سلنه مالیه اخلي، خو  خدمات یې نه څاري او خپلو مسوولیتونو ته یې نه متوجه کوي.

د غزني بل اوسېدونکی نور محمد بیا د مخابراتي شبکو له خوا په انټرنیټي کڅوړو کې په خپلسر د پیسو ګرځولو یادونه کوي او وايي، دغې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه پژواک ته وویل: «هیڅوک هم له مخابراتي خدمتونو راضي نه دي، مخکې به مې ۵ جي بي انټرنیټ فعال کړ، تر ډېره به یې کار کاوه خو اوس د یوه جي بي په اندازه هم کار نه کوي؛ شبکې په انټرنیټي کڅوړو کې په خپل سر پیسې ګرځوي، کله چې کریډیټ جمع کوې، نو ته به خبر هم نه یې، ځینې بستې به په خپل سر درته فعالې شوې وي او پیسې به یې در څخه ګرځولې وي.»

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي عبدالولي په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو په برخه کې د خلکو ستونزې مني، خو وايي چې د دغو خدماتو د معیاري کولو هڅې یې پیل کړې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې مخابراتي شبکو تخنیکي ستونزې لرلې چې له امله یې د هغوی خدمات کمزوري وو، خو اوس د دغو ستونزو پر حل کار روان دی چې له مخې به یې د مکالمې او انټرنیټي خدماتو کیفیت ښه شي.

دی وايي، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د جګړو پر مهال د ویجاړو شوو سایټونو د بیا فعالېدو هڅې یې پیل کړې چې له دغه اقدام سره به هم د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.

د نوموړي په خبره، د دغه اقدام له مخې به د غزني په مرکز او ځینو ولسوالیو (اندړ، مقر، قره باغ، خوږیاڼي، ګيلان، ناوه، جاغوري او اجرستان) کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۳ سایټونه، د افغان بېسیم مخابراتي شبکې ۳ سایټونه، د اتصالات مخابراتي شبکې ۳ سایټونه او د روشن مخابراتي شبکې ۵ سایټونه فعال شي.

په غزني کې دا مهال څلور خصوصي او یوه دولتي مخابراتي شبکې فعالیت لري چې خلک یې د خدماتو له کیفیته خوښ نه دي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.