منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:58 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نوښت او ټکنالوجي

خوست کې دوې فعالې سټارلېنک انټرنېټي دستګاوې کشف او ضبط شوې

· 1 دقیقه لوستل · 361 کتنې

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): ځایي چارواکي وایي چې په خوست ولایت کې په پټه نصب شوې دوې ناقانونه فعالې سټارلېنک انټرنېټي دستګاوې کشف او ضبط شوې دي.
د خوست ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ګډ تخنیکي ټیم له‌خوا، د ولایت د مقام له رهبرۍ سره په همغږۍ، د یو لړ تخنیکي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې د خوست ښار اړوند د یعقوبیو جومات مخې ته د الفلاح مارکېټ په زرکشان انټرنېټي شرکت کې، د سټارلېنک شرکت دوې ناقانونه انټرنېټي دستګاوې چې په پټه توګه نصب او فعالې وې، کشف او ضبط شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د يادو عملیاتو پر مهال د یاد غيرقانوني سیستم درې تنه عاملین هم د قانوني کړنو په موخه د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي او د اړوندو دستګاوو فعالیت په بشپړه توګه درول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ‎د افغانستان ا.ا د نافذه قوانینو او د مشرتابه د لارښوونو له مخې، د سټارلېنک شرکت د انټرنېټي دستګاوو کارول منع دي، او له دې حکم څخه سرغړونه قانوني مسوولیت لري.