ژبه

په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شو

احمد صهيب حسرت

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۲

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د هېواد په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په موخه یې د ۱.۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له درېیو مخابراتي شرکتونو سره په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد سایټونه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي پراختیا صندوق (TDF) د یوولسمې پروژې له بودجې جوړېږي او تړون یې له اټوما، اتصالات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو سره شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو ۱۱ سایټونو له ډلې اته به د اټوما مخابراتي شرکت له لوري د تخار په بهارک، د سمنګان په خرم او سارباغ، د بغلان په تاله او برفک، د پکتیا په سیدکرم، د پکتیکا په نعمت‌اباد، د خوست په سپېره او د لوګر په ازره ولسوالیو کې جوړ شي.

دغه‌راز، یو مخابراتي سایټ به د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له لوري د بغلان په ګذرګاه ولسوالۍ او دوه نور به د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د تخار په خواجه‌غار او د خوست په تڼیو ولسوالیو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې ده، له دې مخکې د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې په چوکاټ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو جوړول پلان شوي وو چې له ډلې یې ۴۰۰ سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو د جوړولو چارې روانې دي.