له کورنيو شرکتونو سره د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو د جوړېدو تړون لاسلیک شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت اړوند د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اترا» د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت له کورنيو شرکتونو سره د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.





