کلات (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د زابل او غزني ولایتونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درې پنځوس او دوه شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.
د زابل د کرکټ بورډ مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د دغه ولایت د کرکټ بورډ په نوښت پيل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې به د زابل د کرکټ اکاډمي لوبډله د غزني له الف لوبډلې سره درې پنځوس اووریزې او دوه شل اووریزې لوبې وکړي.
دی وايي، د دغو سیالیو له جوړولو یې موخه په معیاري بڼه د کرکټ عامول، د نوو استعدادونو موندل او د نورو ولایتونو د کرکټ له لوبغاړو سره اشنا کول دي.
محبت د پیل شوو سیالیو په لړ کې د دواړو ولایتونو ترمنځ د لومړۍ پنځوس اووریزې لوبې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، ټاس د زابل د کرکټ اکاډمي لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
نوموړی زیاتوي، غزني الف لوبډلې د ۴۳،۳ اوورونو په لوبولو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته ۲۰۲ منډې هدف وټاکه.
دی وايي، د زابل کرکټ اکاډمي لوبډلې د ۲۷،۳ اوورونو په لوبولو د شپږو ویکټو په زیان ټاکلی هدف پوره کړ او مقابلې لوبډلې ته یې د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د زابل د کرکټ لوبغاړی دلاورخان ارمان دا ډول سیالۍ د کرکټرانو د هڅونې او له معیاري کرکټ سره د هغوی د اشنا کېدو لپاره ګټورې بولي.
نوموړي پژواک ته وویل، لومړی ځل دی چې په خپل ولایت کې د نورو ولایتونو له لوبغاړو سره په یوه معیاري لوبغالي کې لوبه کوي.
د غزني د کرکټ الف لوبډلې مرستیال کپټان شمسالرحمن پژواک اژانس ته وویل، له ۱۵ کسیز ټیم سره زابل ته راغلی او غواړي له زابلي کرکټرانو سره لوبې وکړي او له یوه او بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.
ده غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې هم ورته نورې سیالۍ جوړې شي او لوبغاړو ته دې زمینه برابره شي د سیالیو لپاره بېلابېلو ولایتونو سفرونه وکړي.