کلات (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): د زابل د عامي روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې لسګونه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي پرون (د زمري ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د اکازو په کلي کې شاوخوا ۱۵۰ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي او له امله يې درې ماشومان مړه شوي دي.
ده زياته کړه: «سيمې ته روغتيايي ټيمونه رسېدلي، د ناروغانو درملنه پیل شوې او حالت کنټرول شوی دی.»
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې په زابل کې د دې ناروغۍ له پیله تر اوسه کابو ۹ زره کسان په شدیدې نس ناستې اخته شوي او یو شمېر یې له امله مړه شوي هم دي.
بلخوا د دغه ولایت عام خلک د روغتيا ریاست له خدماتو خوښي څرګندوي، خو وايي چې حکومت دې د روغتيا برخې ته پاملره ډېره کړي.
د دغه ولایت د شینګۍ ولسوالۍ اوسېدونکي خیرالدین پژواک ته وویل: «د کلي یو شمېر ماشومان او لویان په نسناستي اخته شوي وو چې د عامې روغتيا ریاست د ځانګړي او پر وخت اقدام له امله ناروغي ژر کنټرول شوه.»
ده زياته کړه، له حکومته يې غوښتنه دا ده چې د یاد ولایت روغتيا برخې ته دې پاملرنه لا ډېره کړي، ځکه په وينا يې، په تېرو کلونو کې دغه ولایت د حکومت له پامه غورځېدلی و.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن