ژبه

د عامې روغتیا وزارت: ماشومانو ته دې په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکړل شي

کوثر مصباح

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۷

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت «د مور پر شیدو د تغذیې نړۍوالې اونۍ» له پیل سره هم‌مهاله، د ماشومانو د ژوند لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور د شیدو ورکولو پر ارزښت ټینګار کړی او وایي، دغه کار نه یوازې د ماشومانو وده او روغتیا تضمینوي، بلکې په میندو کې د سینې د سرطان خطر هم کموي.

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د مور پر شیدو د تغذیې په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه د اګسټ له لومړۍ تر اومې نېټې پورې موده د «مور په شیدو د تغذیې نړۍوالې اونۍ» په نوم نومولې او هر کال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم نن (یکشنبه) د «د مور په شیدو تغذیه لومړیتوب وګرځوئ او د دوامدار ملاتړ سیسټمونه رامنځته کړئ» تر شعار لاندې د دې اونۍ نمانځنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په دې مراسمو کې وویل: «د مور شیدې د ماشوم د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې بشپړ او کافي خواړه دي او په ورته وخت کې د مور د روغتیا په تامین او ساتنه کې هم مهم رول لري. ماشوم ته د مور شیدې ورکول د سینې سرطان خطر کموي.»

د هغه په خبره، دغه وزارت د میندو او ماشومانو د روغتیا د ساتنې او تامین په موخه په ټول هېواد کې د جامع روغتیايي مرکزونو (CHC) جوړولو لړۍ پیل کړې ده.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس ډاکټر حیدرخان حیدر په دغو مراسمو کې وویل: «موږ باید په ټول هېواد کې وقایوي تدابیر پیاوړي کړو، څو زموږ ټولنه له ساري ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.»

بلخوا، د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رییس ډاکټر حکمت‌الله معصومي د مور په شیدو د تغذیې د اهمیت په اړه وویل: «د مور شیدې یوازې خواړه نه دي، بلکې د ماشوم د روغتیا په ساتنه او د ټولنې د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا کې هم مهم او ځانګړی رول لري.»

هغه وویل، له زیږون څخه د مور په شیدو د ماشوم تغذیه د ماشومانو مړینه ۲۲ سلنه او د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه د ماشومانو مړینه ۱۳ سلنه راکموي.

هغه زیاته کړه: «له ټولو میندو غواړو چې د ماشومانو د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې هغوی یوازې په خپلو شیدو تغذیه کړي. له هغې وروسته دې په تدریجي ډول کورني، متنوع او مرستندوی خواړه پیل کړي او تر دوو کلونو یا له هغه هم زیاتې مودې پورې دې ماشوم ته د مور شیدې ورکولو ته دوام ورکړي.»

د سرچینې په خبره، د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همکارۍ په ټول هېواد کې د عامه تغذیې د خدمتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې چټکې کړې دي. دغه راز، ټول روغتیايي کارکوونکي مکلف دي چې میندو ته د مور د شیدو د اهمیت او ګټو په اړه لازم معلومات ورکړي او هغوی وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته د مور شیدې ورکړي.

د دغه وزارت په پیغامونو کې راغلي چې د مور شیدې نه یوازې ماشوم، بلکې مور ته هم ګڼې ګټې لري. د مور په شیدو د ماشوم تغذیه له زېږون وروسته د مور د جسمي وضعیت په چټک ښه کېدو کې مرسته کوي او د سینې د سرطان خطر هم کموي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د مور شیدې د ماشوم د روغتیا، ودې او بشپړ پرمختګ د تامین لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی؛ نو اړینه ده چې له دې ارزښتمن فرصت څخه د ماشومانو د غوره تغذیې لپاره په ښه ډول ګټه واخیستل شي.

په پای کې ویل شوي چې د ماشوم د تغذیې ترڅنګ، د مور تغذیه هم ځانګړی اهمیت لري؛ له همدې امله، میندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې باید له متنوع، مغذي او متوازنو خوړو څخه استفاده وکړي، څو د بدن د تغذیې اړتیاوې یې په ښه ډول پوره شي او وکولای شي خپلو ماشومانو ته کافي او باکیفیته شیدې برابرې کړي.