کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): چارواکي د سرپرست حکومت لومړۍ کلیزې په مناسبت غونډه کې وايي، واخان د افغانستان لپاره د سر حيثيت لري؛ حکومت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او کومې چې تړل شوي، تمویل یې درېدلی دی او که څوک د شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره نظام تخریبوي، «لوی مجرم» به وي.
تېر کال د زمري په ۲۴مه پخوانی حکومت ړنګ شو او ځای يې اوسني سرپرست حکومت ونيو.
نن په همدې په مناسبت کابل کې غونډه جوړه شوه او د حکومت چارواکو په کې بېلا بېلې څرګندونې وکړې.
- یعقوب مجاهد: ترڅو چې موږ پورې سر وي، واخان به خوندي وي
- خیرخواه: حکومت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او کومې چې تړل شوي، تمویل یې درېدلی
- متقي: که څوک اوسني نظام د شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره تخریبوي، لوی مجرم به وي
- ملا برادر: ټول مسوولین باید خپلو مسوولیتونه ته متوجه واوسي
- حنفي: حکومت ۱۳نیم میلیونه افغانۍ د پخواني حکومت د کونډو او د یتیمانو لپاره ځانګړي کړي
- مجاهد د مقاومت عالي شورا انلاین ناستې ته په اشارې: ګډونوال يې هغه کسان دي چې جهاد يې بدنام کړ
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل، هغه څوک چې امنیت اخلالوي، د شر او فساد ډلې تمويلوي، هغوی باید واوري چې دوی په خپل دغه شوم حرکت او ارادې کې نه شي بریالي کېدلی.
دی وايي: «موږ مسوول یو چې د هېواد د هر وګړي امنیت په هر ځای او هر وخت کې وساتو او په دې هڅه کې هم یو... یو ځای او بل ځای د ملکي خلکو وژل، د دوی پر کمزورۍ دلالت کوي.»
هغه زیاته کړه، واخان د افغانستان لپاره د سر حيثیت لري، ترڅو چې موږ پورې سرونه وي، د افغانستان دا سر به خوندي وي.
په دې اړه بحثونه وروسته له هغه ګرم شول چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د روان کال چنګاښ په ۳۱مه په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي و، داسې یې اورېدلي چې پاکستان د واخان له لارې تاجکستان ته د سوداګرۍ لپاره د سړک جوړېدو تازه غوښتنه کړې ده.
خو د افغانستان سرپرست حکومت بیا وايي، د واخان په اړه له هېچا سره خبرې نه دي شوې او هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان دننه «اشغال» وکړي.
محمد یعقوب همداراز په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې افغانانو سره همکاري وکړي، پروژې پلې کړي او د امنیت ډاډ ورکوي.
یادې غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه وویل: «نننۍ فتحه له ډېره غمه وروسته موږ او تاسو ته راپه برخه شوې ده.»
د ده په وينا، نورو هېوادونو په کلونو کلونو کې کار کړی او وخت ته اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت، شته ټولې ستونزې حل کړي. د وطن ابادۍ د ټولو دنده ده او ټول باید مټې ورته راونغاړي.
دی وايي: «ځینې کسان دغې ورځې ته توره ورځ وایي، توره هغه ورځ و چې دوی د خارجیانو ترڅنګ ولاړ و. له هغوی سره یې ناسته پاسته کولی شوه او له افغانانو سره یې نه شوه کولی.»
خیرخواه د رسنيو په اړه وویل: «موږ هېڅ رسنۍ نه ده تړلې، هغه رسنۍ چې کار یې پریښی، هغوی ځکه کار پریښی، چې د اشغالګرو له تګ وروسته یې تمویل نه کېږي.»
ده وویل، کوم نشرات چې د اسلامي اصولو خلاف و، هغه یې رسنیو ته په ښه ډول واضح کړي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یادې غونډې ته وویل، که څوک دې نظام ته په سپکه ګوري، بې ارزښته یې بولي او یا د خپل اقتدار، شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره یې تخریب کوي، نو دا به ډېر لوی مجرم وي.
دی وايي: «اټکلونه دا و چې که چېرې مجاهدین قدرت ته ورسیږي، ګډوډي به راشي، اقتصاد به خراب شي او ادارې به ړنګې شي، د همدې لپاره ډېرې دسیسې په کار واچول شوې، خو لله الحمد ادارې ورځ تر بلې تقویه کېږي.»
هغه زیاته کړه، اوسمهال افغانستان له خپلو شپږو ګاونډیانو سره هېڅ ستونزه نه لري او دا ښه پرمختګ او ښه غوړېدلی سیاست دی.
د ده په وینا، په ټوله نړۍ کې اقتصادي ستونزې رامخکې شوي، د تېلو د ګرانوالي له امله نرخونه لوړ شوي، افغانستان یو وارداتي هېواد دی، نو ځکه دلته هم ځینې نرخونه لوړ شوي دي.
متفي یو وار بیا ټینګار وکړ چې له ټولې نرۍ سره یې ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه کارول کېږي او په تېر کال کې هېڅ داسې پېښه هم ثبت شوې نه ده، خو یوازې ازبکستان ته د څو راکټونه توغولو هڅه وشوه، عاملين یې مړه شول او ځینې ونیول شول.
ده وویل: «۴۴ کاله وروسته پر افغانستان مرکزي واکمني ده، په ټول هېواد کې یو لوېشت د اسلامي امارت له سلطې بهر نه ده، ټولې هغه دسیسې چې د دې نظام پر ضد جوړېدې، تبلیغات وشو چې پسرلی به راشي، هوا به ګرمه شي او جنګونه به پیل شي، مقاومت او پاڅونونه به وي، څه شول؟»
هغه زیاته کړه، نړۍ ته دا اعلان کوي، د افغانستان ثبات او امن د ټولنې نړۍ په ګټه دی او په افغانستان کې بې ثباتي ته لمنه وهل او د افغانستان دښمنان په شا ټپول، د هېچا په ګټه نه ده.
متقي زیاتوي: «نړۍ سره مثبتې او ښې اړیکې غواړو او له نړیوالو مو هم غوښتنه ده چې تاسو پرون په ۵۰ هېوادونو او ميلیاردونو ډالرو نه د داعش مخه نیولی شوی او نه مو امنیت راوستی شوی، نن دې هغه همکاري خو پرېږده، بندیزونه دې هم لګولي، فشارونه هم واردوې، تبلیغات هم کوې او بې ثباتي ته لمنه هم وهې، بیا به څه کوې، که خدای ناخواسته دلته ګډوډي راشي، حیثیت مو نور هم پایماله کېږي.»
ده وویل، هغه څوک چې په افغانستان کې یوه لوېشت ځمکه نه لري، د یوه فرد استازیتوب نه شي کولی، هغه ته د ملګرو ملتونو څوکۍ ورکول کېږي او هغه څوک چې په ۱۱ ورځو کې د افغانستان ۳۴ ولایتونه او ۴۰۰ ولسوالۍ تر خپل تسلط لاندې راولي، هغه بیا د هغې څوکۍ مستحق نه بلل کېږي.
هغه زیاتوي: «موږ مخالفینو ته وایو چې په بهر کې به کې د کور کرایه یو څوک درکوي، خو راشه په خپل کور کې دې واړوه، دا عزت بل ځای نه شي پيدا کولی او که ته مبارزه بیا کوې، د کوم نظام لپاره، کوم څه دې له لاسه ورکړي، ایا کوم اخلاقي نظام دې له لاسه ورکړی، ښه امنیت دې له لاسه ورکړی، یو ښه اقتدار دې له لاسه ورکړی، یو ښه مثالي اداري نظم دې له لاسه ورکړی چې ته اوس د هغه لپاره مبارزه کوي.»
د متقي په وینا، د افغانستان لپاره داسې نظام غواړي چې د افغانستان د رنځونو علاج په کې وي، د افغانستان ستونزې ورسره حل شي، افغانستان کې یووالی ورسره راشي، افغانستان کې ډلې ټپلې او د قدرت جزیرې ورسره ختمې شي او دا مهم نظام اوس جوړ شوی دی.
ده وویل: «البته چې ستونزې به وي، خو د هغو لپاره باید یو او بل ته لاس ورکړو.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د سرپرست حکومت واکمنۍ لومړۍ کالیزې په مناسبت رسنیو ته د ملابرادر پیغام استولی دی.
په دغه پیغام کې راغلي: «د کابل لویه فتحه د الله تعالی په نصرت د هغو بې شمېره قربانیو، سرښندنو او تکالیفو په نتیجه کې الله تعالی موږ ته را په برخه کړه، چې د افغانستان مجاهد ملت د خپلو وینو په بدل کې د اسلامي نظام د حاکمېدو په موخه ورکړې. زه د دې ورځې په مناسبت د افغانستان ټول مجاهد او متدین ولس ته مبارکي وایم.»
په پیغام کې ویل شوي، په دغه ورځ حق د باطل پر وړاندې کامیاب شو، د اسلامي امارت مجاهدینو د نړۍ زبرځواک او د هغوی ملګري په ګونډو کړل او افغانانو خپلواکي ترلاسه کړه.
سرچینې د ملا برادر له قوله لیکلي: «ټولو مجاهدينو او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوم چې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې لا ډېر کوښښ وکړي او هېڅکله خپل استقامت او حوصله له لاسه ورنه کړي. د اسلامي امارت ټول مسؤولین باید خپلو مسؤولیتونو ته متوجه واوسي، هغه په ښه ډول ترسره کړي او خپل ولس ته د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.»
د ده په وینا، له دغه فرصت په استفادې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سالمو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي او د اړیکو پياوړي کول غواړي.
هغه وايي: «باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی، راځئ چې د دغه ثبات د دوام او تحکیم لپاره په ګډه کار وکړو.»
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن (دوشنبه) کابل کې د یادې کالیزې په مناسبت غونډې ته وویل چې د پخواني حکومت پر مهال په افغانستان کې فساد اوج ته رسېدلی و او چارواکو د فساد دوسیې تر ۶۰ میلیارده افغانیو پورې رسیږي، خو اوس په کابل او ټولو ولایتونو کې «فساد له صفر» سره مخامخ دی.
دی وايي: «اسلامي امارت په دې معنا دی چې د ټولو حقونه خوندي دي، بې عدالتي نشته، هر څوک هرې خوا ګرځېدلی شي، ټول ازاد دي، ټولو ته عمومي عفوه شوې ده، څوک نه شي کولی چې له چا څخه انتقام واخلي او هېڅوک په چا کار نه شي لرلی، که څوک په چا دعوه لري، له قانوني لارې دې خپله دعوه پر مخ یوسي.»
هغه زیاته کړه، سرپرست حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د قوم، مذهب، سمت پر اساس پر چا ظلم وکړي او د هغوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي.
د حنفي په وینا، د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه چې شمېر یې ۸۰۰ زره کسانو ته رسیږي، هره میاشت پر خپل وخت له داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي.
دی زیاتوي، سرپرست حکومت ۱۳ نیم میلیونه افغانۍ د پخواني حکومت له کونډو سره د مرستې او د یتیمانو د زده کړو لپاره ځانګړې کړې دي.
حنفي وویل، په هېواد کې ټولې ستونزې نه دي حل شوي، خو دوی په ټولو برخو کې د نورو اصلاحاتو راوستلو په لټه کې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې وویل، د ازادۍ په اخیستلو کې ډېرې قربانۍ چې د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې کم نظيره وي، ورکول شوي او له همدې امله به د زمري ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې ثبت شي.
نوموړي «د ملي مقاومت عالي شورا» انلاین غونډې ته چې تېره ورځ ترسره شوه، په اشارې سره وویل، دغه ډول ناستې چې ان فزيکي نه وې، ګډونوال يې هغه کسان دي چې جهاد يې بدنام کړ او د روس پر وړاندې د جهاد د شهيدانو ارمانونه يې له منځه يوړل.
هغه د دغې شورا له ټولو غړو او د مخکيني حکومت له چارواکو وغوښتل، چې له شته فرصت او عمومي عفوې څخه په استفادې دې هېواد ته راستانه شي او په عزت سره دې ژوند وکړي.
د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاسي، جهادي مشرانو او دولتي چارواکو په انلاین غونډه کې د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» منشور اعلان کړ. په دغه منشور کې چې په ۱۸ مخونو او ۷۱ مادو کې خپور شوی “د ډلهییزې ارادې پر بنسټ د نظام او دولت په رامنځته کولو سره د خلکو د بېرته واکمنېدو لپاره پر شفافو او عادلانه ټاکنو” ټینګار شوی دی.
مجاهد همداراز د اسلامي امارت له خوا د بشر او ښځو حقونو په رعايتولو د ټينګار ترڅنګ وویل چې خلک دې له حکومت هغه حقونه وغواړي چې له اسلامي شريعت سره سمون ولري.