کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، سبا (د زمري ۲۶مه) شاوخوا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
یاد بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
Views: 79
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP