ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره یوه میاشت په کندوز کې د کرونايي ناروغانو شمېر څو برابره زیات شوی

تېره یوه میاشت په کندوز کې د کرونايي ناروغانو شمېر څو برابره زیات شوی

author avatar
21 Aug 2022 - 12:46
تېره یوه میاشت په کندوز کې د کرونايي ناروغانو شمېر څو برابره زیات شوی
author avatar
21 Aug 2022 - 12:46

کندوز (پژواک، ٣٠ زمری ١۴٠١): د کندوز ولایت روغتیايي مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې تر ۷۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او ډېرې هغه کسان دي چې روغتیايي سپارښتنې یې رعایت کړې نه دي.

د کندوز د کوويډ-۱۹ روغتون سرطبيب ډاکټر محمدشفيق صادق نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې۷۲۷ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د هغه په ​​خبره، ډېرى ناروغان هغه کسان دي چې روغتيايي سپارښتنې يې عملي کړي نه دي.

هغه زیاته کړه: «په کندوز کې د کوویډ-۱۹ پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې، په تېره یوه میاشت کې د ۲۵۹۹ نمونو له جملې، ۷۲۷ یې مثبتې وې، خو تر دې مخکې میاشتې په جریان کې د ۱۱۳۱ سمپلونو له جملې، یوازې د ۱۴۰ پېښو پایله مثبته وه.»

د صادق په وینا، د کندوز کوویډ-۱۹ روغتون د ۳۰ بسترونو ظرفیت لري، خو اوس مهال په دغه مرکز کې له ۶۰ ډېر کسان تر درملنې لاندې دي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي، د دغه ویروس کنټرولول به ستونزمن وي.

د ماسک تړل، ګڼې ګوڼې او سرپټو ځایونو کې ګډون نه کول، په مکرر ډول د لاسونو مینځل او د یو متر واټن مراعاتول هغه روغتیايي لارښوونې دي چې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د کرونا ویروس د خپرېدو په پیل کې پر یاد ویروس د خلکو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره وړاندیز کړې وې.

بلخوا یو شمېر هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته شوي وايي، پر دغه ویروس د دوی د اخته کېدو لامل د روغتیايي سپارښتنو نه مراعاتول او د واکسین نه تطبیقول دی.

طاهرخان چې پر کرونا ويروس اخته شوی پژواک ته یې وویل، د کرونا ویروس پر وړاندې د بې پروایۍ او روغتیایي سپارښتنو نه عملي کولو له امله پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه زیاته کړه: « خپلوانو کره تلو او راتلو، هغه څه چې ډاکترانو به ویل، نه مو مراعاتول، ماسک مو نه اغوست، په لومړيو کې مې وضعیت ډېر خراب و، اوس ښه يم، واکسین مو هم نه و کړی.»

نوموړی د کندوز له ټولو اوسېدونکو غواړي چې روغتیایي لارښونې عملي او واکسین تطبیق کړي.

د شمېرو له مخې، د کرونا د خپرېدو له پیله تر اوسه په کندوز ولایت کې ۲۲زره کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۲۲۲ کسان مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.