ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونو کې بند سلګونه کسان د چورلکو په وسیله وژغورل شول

ننګرهار او لغمان کې سېلابونو کې بند سلګونه کسان د چورلکو په وسیله وژغورل شول

author avatar
26 Aug 2022 - 10:22
ننګرهار او لغمان کې سېلابونو کې بند سلګونه کسان د چورلکو په وسیله وژغورل شول
author avatar
26 Aug 2022 - 10:22

جلال اباد (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): په ختيځ کې د ملي‌اردو چارواکي وايي، د ننګرهار او لغمان ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې يې هغه ۳۲۱ کسان د چورلکو په وسیله ژغورلي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي چې په سېلابونو کې بند پاتې وو.

د چارواکو په وينا، په یادو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه هم اړولي دي.

د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د وږي په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، د قول اردو قوماندان د خپل مسووليت په ساحه کې د ننګرهار د هوايي مفرزې په ګډون ټولو اړوندو لواګانو او جزوتامونو ته د تيار سئ امر کړی دی.

هغه زیاته کړه، اړوندو مسوولینو ته لارښوونه شوې چې په بېړنۍ توګه سېلاب‎ځپلو سیمو ته ځانونه ورسوي او له خلکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دی وايي، له تېرې شپې راهیسې د ننګرهار او لغمان له بېلابېلو سیمو ۳۲۱ کسان- چې په سېلابونو کې بند پاتې وو- د چورلکو په وسیله خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وویل: «له تېرې شپې راهیسې د قول اردو اړوندو جزوتامونو د هوايي ځواک په ملاتړ له سېلابونو څخه د خلکو د ژغورنې عمليات پيل کړي چې تر دې دمه يې په ګڼ تعداد خلک له کورني اسبابو او حيواناتو سره يو ځای ژغورلي او ياد عمليات لا هم روان دي «.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ او مرکز مهترلام ښار او د ننګرهار د بهسودو، کامې او مومندرې ولسواليو سربېره د جلال‎اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې- چې سيند ته څېرمه پرتې دي- ډېر خلک د اوبو په منځ کې بند پاتې وو چې وژغورل شول.

د کامې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خدایداد پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ اړوند د سنګر سرای په دوبېلې سیمه کې يو شمېر ګوجر کورنۍ بندې پاتې وې چې بيا د چورلکې په وسيله وژغورل شوې.

د جلال‎اباد ښار يوه اوسېدونکي ميرويس هم پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهیسې بیا تر اوسه د کابل سیند پر سر د ملي اردو چورلکې ګرځي او خلک ژغوري.

له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپيان او له ۳ زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.